تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د سپوږمۍ پړاوونه وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿یس/۳۹﴾ = او سپوږمۍ ته مو منازل (پړاوونه) ټاكلي، تردې چې د کجورې د يوې وچې زړې څانګې په څېر شي. له پړاوونو مطلب، هماغه اته ويشت ګوني پړاوونه دي، چې سپوږمۍ یې له مطلقې تيارې وړاندې وهي؛ ځكه سپوږمۍ، چې […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د سپوږمۍ پړاوونه

وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿یس/۳۹﴾ = او سپوږمۍ ته مو منازل (پړاوونه) ټاكلي، تردې چې د کجورې د يوې وچې زړې څانګې په څېر شي.

له پړاوونو مطلب، هماغه اته ويشت ګوني پړاوونه دي، چې سپوږمۍ یې له مطلقې تيارې وړاندې وهي؛ ځكه سپوږمۍ، چې پوره دېرش ورځې وي، په اسمان كې تر اته ويشتمې شپې ليدل كېږي؛ خو د اته ويشتم پر شپه ډېره نرۍ ژېړ رنګې، تته او لږه روښانه وي او په دوو نورو شپو كې د ليدو نه وي، چې محاق ورته وايي؛ البته هغه مياشتې، چې نهه ويشت ورځې وي، معمولاً سپوږمۍ تر اوه ويشتمې شپې ليدل كېږي او دوه پاتې شپې محاق دى.

دا پړاوونه پوره دقيق او شمېرل شوي؛ داسې چې ستورپوهان د خپلو دقيقو شمېرنو له مخې، له سل ګونو كلونو مخكې وړاندوينه كړاى شي.

دا هېښنده غونډال (عجیبه نظام) د انسانانو ژوند ته پېینه – نظم وربښي او یو طبيعي اسماني مهالويش دى، چې لوستي او نالوستي يې لوستاى شي او كه انسان په بېلابېلو شپو كې دقت او ځيرنه وكړي؛ نو په ليدو يې (دقيقاً يا تقريباً) پوهېږي، چې دا كومه شپه او د كومې مياشتې ده.

د مياشتې په پيل كې، د سپوږمۍ څنډې پورته دي او سوكه سوكه يې حجم ورزياتېږي تر اومې، چې د سپوږمۍ پوره كړۍ ښكاره كېږي او بيا پرې تر څوارلسمې ورزياتېږي، چې ټيكلى يې پوره شي.

تردې روسته د سپوږمۍ له كوزې برخې تر يو ويشتمې كمېږي، چې بيا نيمه كړۍ كېږي. همدغسې ترې تر اته ويشتمې شپې كمېږي، چې د كمزورې او كمرنګې هلال په بڼه شي، چې څنډې يې كښته خوا ته دي. (نمونه تفسیر، 18: 383 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!