تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿۱﴾ = په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر (= كچې او اندازه كولو) په شپه كې نازل كړى دى. وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ﴿۲﴾ =  او څه پوه کړې، چې د قدرشپه څه ده؟! لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ﴿۳﴾ =  د قدر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿۱﴾ = په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر (= كچې او اندازه كولو) په شپه كې نازل كړى دى.

وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ﴿۲﴾ =  او څه پوه کړې، چې د قدرشپه څه ده؟!

لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ﴿۳﴾ =  د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده!

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ﴿۴﴾ = په دی (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي.

سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ﴿۵﴾ = دا (شپه) تر سباوونه (بركت، لورنه او) سلامتيا ده!

لکه چې له نامې يې هم څرګنده ده، د القدر سورت د قدر پر شپه د قرآن مجيد رانازلېدل بيانوي او ورپسې د قدر شپې اهميت، برکات او اثار بيانوي. ددې سورت د فضيلت په اړه ډېر روايات راغلي؛لکه پېغمبر(ص) ويلي :(( چې څوک یې ولولي ،بدله  يې د هغه په څېر ده ،چې د رمضان مياشتې روژه يې نيولې وي او د قدر پر شپه ويښ وي.)) (نمونه ،٢٧، ١٧٨مخ .)

ددې سورت په باب څومهم ټکي:

 ١-  په رواياتو کې راغلي، چې د قدر شپه په رمضان مياشت کې نوولسمه ،يوويشتمه يا درويشتمه شپه  ده ؛خو په ګڼ شمېر رارسېدلیو رواياتو کې پر درويشتمه شپه ټينګارشوى دى .ډېرى ګروهن دي، چې د دقيق وخت د نه په ګوته کېدو علت يې دادى ،چې انسان د ټولو هغو شپو درناوى وکړي،چې د قدر والي احتمال يې وي او په ډېرو دعاوو ډېر ثوابونه وګټي .

 ٢-  قرآن د دوو نزولو درلودونکى و: دفعي نزول ،چې ټول قرآن د قدر پر شپه د پېغمبراکرم (ص) پر پاک زړه رانازل شو، بل تدريجي او سوکه سوکه نزول ،چې د نبوت پر درويشت کلنې مودې کې پاى ته ورسېد.

  ٣-  په ګڼ شمېر رواياتو کې لولو،چې د قدر پر شپه د انسانانو يوکلن مقدرات ټاکل کېږي، ارزاق، د عمرونو وخت او نورې چارې پکې ټاکل کېږي؛ البته دا مطلب د انسان له آزادۍ او واک سره هېڅ ډول تضاد نه لري ؛ځکه الهي تقدير يې د وګړيو د وړتياوو او د ايمان،تقوى،نيت او کړنو د کچې له مخې دى. هر چاته د خپلې وړتيا له مخې، يو څيز مقدروي يا په بله وينا، زمينه او لاره چاره يې پخپله د همدې لخوا چمتو شوې ده ؛نوځکه دا چار، نه يوازې له اختيار سره ټکر نه لري؛ بلکې ټينګار پرې دى.

   ٤-  تر زرو مياشتو ددې شپې غوره والى په دې شپه کې د عبادت په پار دى او د شيعه او اهلسنتو په کتابونو کې ددې شپې په فضيلت او د عبادت په فضيلت کې ډېر روايات راغلي دي،چې پورته مانا پوره تاييدوي. پردې سربېره،پردې شپه د قرآن رانازلېدل او پکې د الهي برکاتو او رحمت  نزول ددې لامل شوي، چې تر زرو مياشتو غوره او اوچته وي. په دې باب په ځينو رواياتو کې لولو،چې د قدر شپه امت  ته له الهي ځانګړو لورنو ځنې ده او تېر امتونه له دې لورنو برخمن نه ول

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!