تبلیغات

قرآن،تورات او انجيل قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې. قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې […]

قرآن،تورات او انجيل

قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې.

قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې دا پخپله د قرآن پر حقانيت ستر دليل دى.

 

تاريخونه او کيسې

قرآن داسې کيسې او تاريخونه راوړي،چې د هغه وخت خلک ان پخپله پېغمبراکرم هم ترې خبر نه و : ((تِلْكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَا أَنتَ وَلاَ قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَـذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ (هود/٤٩)=دا هغه پټې غټې خبرې دي،چې موږ يې تا ته وحې كوو،تر دې د مخه نه ته او نه ستا قوم پرې پوهېده؛نو ځكه صبركوه؛بېشكه چې ښه پايله د پرهېزګارانو ده .))

او په ټولو عربو کې يو هم ادعا و نه کړه،چې له دې کيسو خبر و. قرآن په دې کيسو کې له تورات او انجيله لاروي و نه کړه؛بلکې اصلاح يې کړل . د “ثمود” او “سبا” د قوم په هکله د نننيو تاريخپوهانو څېړنو د قرآن نظر تاييد کړى دى.

 

 

 

قرآن او له راتلونکي خبر ورکول

قرآن”روم” ته د ايران د ماتې ورکولو وړاندوينه کړې وه او همداراز په کلکه يې ويلي ول،چې هغه به ((ابتر)) او بې نسله وي،چې پېغمبر اکرم ته ((ابتر)) وايي او په پايله کې ځوځات يې په تدريج له منځه ولاړ؛خو د پېغمبر اکرم نسل ورځ پر ورځ په زياتېدو دى.

دا ټول ددې کتاب اعجاز ښيي. قرآن نورې علمي او مانيزې معجزې هم لري،چې په فلسفي،تاريخي او طبيعي علومو پورې اړوند دي.

[ژباړن : د قرآن په هکله د لا معلوماتو لپاره وګ: عراقى ستر عالم ارواښاد ابوالقاسم خويي د “البيان” کتاب،چې اجرالدين اقبال د ((قرآن پوهنه)) په نامه ژباړلى دى.]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست