تبلیغات

د ستورو حالات هغه ستوري،چې قرآن شريف يې په هکله وايي : ((كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ( انبياء/ ۳۳) )) (١٥١) هر يو لمر،سپوږمۍ او نور ستوري (١٥٢) په فلک کې په خپل ځانګړي مدار کې په حرکت کې دي؛نو پر هغه ورځ به له خپل مداره ووځي او لکه د تسبيح له دانو،چې تار […]

د ستورو حالات

هغه ستوري،چې قرآن شريف يې په هکله وايي :

((كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ( انبياء/ ۳۳) )) (١٥١) هر يو لمر،سپوږمۍ او نور ستوري (١٥٢) په فلک کې په خپل ځانګړي مدار کې په حرکت کې دي؛نو پر هغه ورځ به له خپل مداره ووځي او لکه د تسبيح له دانو،چې تار وايستل شي او دانې يوه يوه تويې شي؛نو ټول به له يو بله وشلېږي؛ (( وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ(انفطار/۲) =او چې كله ستوري خپاره واره شي (او پرېوځي) (١٥٣)

هو! په دنيا کې،چې څومره هم نظم وي، پر هغه ورځ به وشيندل شي او په دنيا کې،چې څومره هم رڼا او ښکلا وي؛((وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ (فصلت/۴) )) (١٥٤)پر هغه ورځ به تياره شي.(( وَإِذَا النُّجُومُ انكَدَرَتْ (تکوير/۲) = او چې كله ستوري تت شي (او پرېوځي) (١٥٥) که څه په دنيا کې ستوري د بشر لارښوونکي دي او په وچه او سمندرونو کې د انسان د لارې پيدا کولو او د قبلې د پيدا کولو وسيلې دي(( وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُواْ بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ(انعام/۹۷) = او هماغه دى،چې تاسې ته يې ستوري پيدا كړي،چې د وچې او سمندر په تپو تيارو كې پرې لار ومومئ)) (١٥٦)؛خو چې قيامت شي؛نو رڼا به ترې واخستل شي او د لارښوونې اثار به ترې له منځه ولاړ شي .(( فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ(مرسلات/۸) = نو چې كله ستوري تت شي،)) (١٥٧).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست