تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ  (التحریم/۸) ژباړه: مؤمنانو! خداى ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ  (التحریم/۸)

ژباړه: مؤمنانو! خداى ته سوچه توبه وكاږئ، هيله ده چې(په دې كار) پالونكى مو ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، پر هغه ورځ خداى (خپل) پېغمبر او هغوى چې له ده سره یې ايمان پرې راوړى،نه خواروي؛ رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به) : (( پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې .))

 خداى په  دې آيت كې انسان ته، د دوزخ له اوره د ژغورنې لار ورښيي. د ژغورنې لومړى ګام، له ګناه توبه ده؛ هغه توبه، چې له هر پلوه نږه وي او محرك يې، د خداى فرمان او له ګناه ډار وى او نه يې له ټوليزو او دنيوي اثارو ډار؛ هغه توبه، چې همېش انسان له ګناه جلا كوي او راستنېدا پكې نه وي. پوهېږو، د توبې حقيقت، له ګناه لیپخوري – پښېماني ده، چې لازمه یې په ګانده – راتلونکي كې پرېښوو ته هوډ نيول دي، همداراز د هغه څه سکینده – جبران، چې جبرانېداى شي. د استغفار ويل هم همدا مانا څرګندوي. په دې توګه د توبې اركان پينځه څيزونه دي: د ګناه پرېښوول، لیپخوري – پښېماني، په ګانده كې يې د پرېښوو هوډ، د تېر جبرانول او بښنه غوښتل(نمونه تفسیر، 24: 289 مخ). په يو روايت كې لولو، د پيغمبر ) يو يار وپوښتل: رسول الله )! نږه توبه څه ده؟ ويې ويل: ((دا ده، چې بنده له كړې ګناه لیپخور – پښېمانه شي؛ نو له خدايه عذر وغواړي او بيا هغه ګناه ونكړي؛ لكه، چې (رول شوي) شيدې تي ته نه ورستنېږي)) (الميزان تفسیر، 19: 357 مخ).

دا لطيف تعبير، ددې واقعيت څرګندوونكى دى، چې نصوح توبه په انسان كې داسې اوښتون – انقلاب رادبره كوي، چې يو مخې تېرو ته ورستنېدا ورباندې بندوي. ډېر ليدل كېږي، له انسانه څه ښوييدنې كېږي، كه د ستنېدا ورونه پرې وروتړل شي، نهيلي كېږي او همېش له لارې پاتېږي؛ نو ځكه د اسلام په روزنيز ښوونځي كې، توبه ډېر با اهميته روزنيز آر دى. نو ځكه قرآن ټول ګناهګاران رابولي، چې د ځان سمونې او د تېرو سکیندې- جبران ته، په دې وره ورننوځي. امام سجاد په ((تائبين)) مناجات كې د خداى په درشل كې وايي: (( زما خدايه، ته هغه يې چې د خپلو بندګانو پر مخ دې د خپلې بښنې ور پرانستى دى او نامه دې پرې توبه ايښودې ده او تا ويلي دي: ((خداى ته توبه وكاږئ، نږه توبه)) نو د هغوى عذر به څه وي، چې ددې ور تر پرانستل كېدو روسته، له ورننوتو يې غافل شوي دي؟!)) (نمونه تفسیر، 24: 295)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!