تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوران او لورین الله په نامه غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه  د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي پرله پسې ۳مه برخه ۱۳۲-حریص، ناکام دی. ۱۳۳-کنجوس، رټل شوی دی. ۱۳۴-کینه کښ، غمجن دی. ۱۳۵-ظالم، ټپسوری شوی دی. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوران او لورین الله په نامه

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه 

د لنډغونډلو زرینو ویناوو

پوهنغونډ

لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

پرله پسې ۳مه برخه

۱۳۲-حریص، ناکام دی.

۱۳۳-کنجوس، رټل شوی دی.

۱۳۴-کینه کښ، غمجن دی.

۱۳۵-ظالم، ټپسوری شوی دی.

۱۳۶-بدچلېدل، بدرنګي ده.

۱۳۷-له الله تعالی سرغړونه، هلاکت دی.

۱۳۸-لراندی، ویښ دی.

۱۳۹-غافل، ویده دی.

۱۴۰- بې برخېتوب، ذلت دی.

۱۴۱-شتمني، اندېښنه او غم زېږې ده.

۱۴۲-ځیرکي، رڼا ده.

۱۴۳-غفلت، غولوونکی دی.

۱۴۴-تېرایستل، پستي ده.

۱۴۵-بل تېرایستل، بدرنګي ده.

۱۴۶-کنجوسي، بې پتي ده.

۱۴۷-(په دین کې) شکمني، کفر دی.

۱۴۸-نېکي کول، دوستي ده.

۱۴۹-کنجوس ته، کنځل کېږي.

۱۵۰-بې عقلي، یوازېتوب دی.

۱۵۱-سرښندنه، غوراوی دی.

۱۵۲-احتکار، پستي ده.

۱۵۳-امانت، پاسوالي ده.

۱۵۴-د خوالو برسېرول، خیانت دی.

۱۵۵-تقیه (ځان ساتنه، د خبرې جغرافیا په پام کې نیول، د عقل له مخې د دوست و دښمن په باب دریځ نیول بې ځایه خبرې نه کول…. ) دیانت دی.

۱۵۶-تقوا، عزت دی.

۱۵۷-ګناهونه، خواري زېږوي.

۱۵۸-لراندنه، هنر دی.

۱۵۹-کمزوري، تباهي ده.

۱۶۰-دنننۍ تقوا (ورع)، ډال دی.

۱۶۱-تمه، رنځ او کړاو دی.

۱۶۲-سوداګر، د زیان پر پاڼ دی.

۱۶۳-ګناهکار، رسوا دی.

۱۶۴-پوهه، لارښودې ده.

۱۶۵-پتمن ملګري ډېر لږ دي.

۱۶۶-شرم او حیا، ښکلې ده.

۱۶۷-تمه، مریېنه ده.

۱۶۸-له خلکو نهیلي، ازادي ده.

۱۶۹-احتیاط، موخې ته رسېدل دي.

۱۷۰-اطاعت، قبلېدونی دی.

۱۷۱-(د شتمنو پر وړاندې) عاجزي، پستي ده.

۱۷۲-چوپتیا، ژغورنه ده.

۱۷۳-چارې سره ورته دي.

۱۷۴-نېکۍ، پور ورکوونکې دي.

۱۷۵-منندوینه، فرض ده.

۱۷۶-ځيرکي، مطلب ته رسېدل دي.

۱۷۷-غافلېدل، بېلارېتوب دی.

۱۷۸-تمه، نشتمني ده.

۱۷۹-له الله تعالی سره شرک، کفر دی.

۱۸۰-شرم (یو ډول) بې برخېتوب دی.

۱۸۱-ښویېدنه، پښېماني ده.

۱۸۲-زهد، شتمني ده.

۱۸۳-هیله، د ماشومانو کار دی.

۱۸۴-زغم، خپلوي ده.

۱۸۵-بې عقلي، ګناه ده.

۱۸۶-هیلې، تېرایستل کوي.

۱۸۷-مرګ انسان په خاورو کې غورځوي.

۱۸۸-دنیا زیانمنه ده.

۱۸۹-اخرت، انسان خوشحالوي.

۱۹۰-هیله، انسان غولوي.

۱۹۱-روزګار تېرېږي.

۱۹۲-(له دنیا) تلل، نژدې دي.

۱۹۳-پوهه دې ژغوري.

۱۹۴-ناپوهي دې هلاکوي.

۱۹۵-مرګ دمه ده.

۱۹۶-بې ګناهي روغتیا ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست