تبلیغات

انسان چې خپل بدن پرېږدي او بلې نړۍ ته ولاړ شي، څه ورباندې پېښېږي؟ سملاسي ځان سپک ، ازاد او لامبووهوونکى احساسوي، ګنې له اوږو يې دروند بار کوز شوى وي . يوه وپوښتل شوه،چې له مادي بدنه وتلې وه: اوس چې مړه شوې يې څرنګه احساس لرې؟ په ځواب کې يې وويل : ((تاسې […]

انسان چې خپل بدن پرېږدي او بلې نړۍ ته ولاړ شي، څه ورباندې پېښېږي؟

سملاسي ځان سپک ، ازاد او لامبووهوونکى احساسوي، ګنې له اوږو يې دروند بار کوز شوى وي . يوه وپوښتل شوه،چې له مادي بدنه وتلې وه: اوس چې مړه شوې يې څرنګه احساس لرې؟ په ځواب کې يې وويل : ((تاسې مړه شوي ياست، زه نه .))

هغه کسان چې بلې نړۍ ته تللي، د ازادۍ او ژونديتوب احساس کوي .

څو چې پرځمکه اوسېږو؛ نو د فيزيکي بدن بار او پېټى هم بايد له ځان سره ولرو او کوم محدوديتونه، چې فيزيکي بدن يې راباندې تپي هم بايد وزغمو، انسان چې له دې بدنه ووځي؛نو ښادي ، سپکوالى او ازادي، احساسوي او له محدوديتونو يې هم ازادېږي او کړاى شي، چې په ډېره چټکۍ حرکت وکړي .

(( ډاکتر ريموند مودي)) تر مړينې وروسته ژوند تر عنوان لاندې کتاب ليکلى ، له سلګونو کسانو سره يې خبرې کړي، چې د ډاکترانو په وينا مړه شوي او بېرته را ژوندي شوي ول؛ ډاکترانو دوى معاينه کړي وو چې نبض او سايې پر ټپه ولاړه وه او ډاکترانو يې “مړينه” تائيدوله؛ خو تر څو شېبو وروسته به بېرته را ژوندي کېدل، بدن به يې خوځېده او سترګې به يې غوړولې؛ يو ورځ ډاکترانو د يوې ښځې “مړينه” تائيد کړه، زامنو يې د سوځېدو لپاره (د هندوانو په ګروهه) ځانګړي ځاى ته بوتله ، ناڅاپه يې بدن وښوځېده او سترګې يې خلاصې کړى او ويې ويل : زه له بدنه ووتم او ((اختري نړۍ)) ته تللې وم، هلته راته وويل شو: بېرته ځمکې ته ولاړه شه او خپل بدن ته ننوځه، خپل خپلوان وګوره، له زامنو خداى په اماني راواخله، دعاګانې يې واخله او بېرته راشه.د زامنو په وينا له ټولو سره يې خداى په اماني وکړه او څو شېبې وروسته مړه شوه.

تر مړينې وروسته ژوند

ډاکتر(( ريموند مودي)) له هغوى سره مرکې کړي،چې مرګ يې څکلى و او بېرته را ژوندي شوي او وايي : دې خلکو به ليدل، چې ډاکتران يې پر بدن راټول دي، احساسوي چې له بدنه راوتلي او ورته ګوري؛ خو لا تر اوسه په هماغه خونه کې دي . ځينې وايي : موږ به ليدل چې ډاکتران موږ ته پيچکارۍ کوي . دوى به تر اوسه پورې داسې احساسوه چې په خپل بدن پورې تړلي دي؛ خو له فيزيکي بدنه راوتلي وو. ترلږې مودې وروسته دا کسان له نويو شرايطو سره ځان برابروي، داسې احساسوي چې په نوي بدن کې دي او تر پخواني بدن خورا توپير لري . په دې بدن کې ډېره ښادي او ارامتيا احساسوي او ګوري : هغه کسان چې مخکې مړه شوي ول، هر کلى ته يې راځي. دا حالت چې وويني؛ نو لا پسې حيرانېږي او ځان ژوندى احساسوي او له ځان سره وايي : څنګه کېداى شي، چې مړه شوي په سترګو ويني، تردې وروسته هېښنده ځلانده رڼا ګوري، ښايي چې په زرګونو د لمر سترګې سره يو ځاى شوي وي .

له دې رڼا يو ځلاند وجود راځي چې خلک يې په ډول ډول شکلونو ګوري څوک چې په دې نړۍ کې د هر دين لاروى وي؛ نو د هماغه لارښود څېره ويني. ډاکتر مودي چې له کومو کسانو سره مرکې کړي، ټول مسيحيان ول؛ نو دوى دا ځلانده څېره د عيسى علیه السلام په شکل کې لېدلې وه.

د پام وړ ټکى خو دادى څوک چې مړ شي او له خپل فزيکي بدنه ووځي؛ نو له يو ځلاند موجود سره مخ کېږي او په دې نړۍ کې د ګروهیز بنسټ له مخې ممکن چې، حضرت محمد(ص)،حضرت عيسى علیه السلام او موسى علیه السلام وويني.

له دې ځلاند موجود سره ترمخ کېدو وروسته انسان چې کوم کړه وړه او کارونه له زېږېدنې تر مړينې پورې کړي وي، د يو انځور په بڼه ورته ښوول کېږى . د خپل ژوند ټول جزئيات د يو فلم په ډول ګوري، څه مو چې په پټه، ښکاره، د خلکو تر منځ، په تيارو او رڼا کې تر سره کړي، د يو فلم په بڼه کې ښکاره کېږي .

تاسې ښه ځير شئ او دا شېبې را پر ياد کړئ، چې ډېر کارونه مو په پټه کړي اوڅوک ترې خبر نه وو؛ نو چې دا کړۀ وړۀ په خپلو سترګو وينو، له پښېمانۍ به چوپ او سرښکته ولاړ يو؛ د فلم د ليدو پر مهال به نوراني او ځلانده موجود هم له موږ سره ولاړ وي او دا شېبې به ويني. دا څنګه کيداى شي چې له حضرت محمد(ص) اوعيسى علیه السلام سره مينه او عشق ولرو او په پټه موهغسې څه کړي وي؛خو پر هغه مهال چې ټولې تېروتنې د تصوير په بڼه وينو،بل شان احساس هم لرو او هغه دا چې د ځلاند موجود تر څنګ ولاړ يو؛ د هغه تر څنګ چې مطلق او بشپړ عشق دى؛ زموږ پر هر څه پوه دى؛ خو له دې ټولو سره سره بيا هم موږ مني او ځان ته مو را نژدې کوي، راسره مينه کوي او زموږ يواځينې ملګرى دى .

(( سادو وسواني )) د ملګري او دوست په هکله هېښنده – حېرانوونکى تعريف لري او وايي: (( ستاسې حقيقي دوست هغه دى، چې پر عيبونو او تېروتنو مو پوه وي، نيمګړتياوې او کمزورتياوې مو پېژني؛ خو بيا هم درسره مينه کوي .))

دا حقيقي ملګري؛ حضرت محمد (ص) او حضرت عيسى علیه السلام دي، تل يې يادوئ او ورته دعا کوئ، له تاسې هم غواړم، چې له دا سې کسانو سره اړيکې ټېنګې کړئ .

دوستانو ! د مړينې په دې سفر کې مخکې تر دې، چې خپل ژوند د فلم په بڼه وګورئ، ډېر زيات يواځېتوب او وېره احساسوو. ښايي چې په تپو تيارو کې راګېر شوي يو؛خو د ځلاند موجود تر څنګ ارامي احساسو او تاسې يې چې په هر نوم يادوئ، ټول نومونه ورپورې تړلي دي .خلک يې په ډول ډول نومونو يادوي او په ډول ډول بڼو يې ويني. تر څنګ يې داسې احساسوو چې کله هم ترې بيل نشو، پښو ته يې لوېږو، ژړا او زاري ورته کوو، هغه موږ راپورته کوي او وايي: تا له خپل ژوند سره څه وکړل؟

پر هغه مهال پوهېږو، چې ژوند د ځانګړې موخې لپاره د خداى ډالۍ ده ؛خو له بده مرغه موږ خپلو وسوسو، غوښتنو او احساساتو تېرايستلي يو؛ اصلى موخې ته مو شا کړې او په سيوري پسې روان يو. موږ په خوند، شتمنۍ او واک پسې هلې ځلې کوو؛ ټول عمر مو په دا څېر سيوريو کې تېرشو، څه مو هم ګوتو ته را نه وړل او تش لاس د ځلانده موجود مخې ته ولاړ يو، ورته به څه وايو؟

تل بايد سر په ګرېوان کې ښکته کړو او ځان وپوښتو چې : زه څوک يم؟ دې نړۍ ته زما د راتلو موخه څه ده؟ چېرته روان يم؟ له موخې لرې شوى يم اوکه ورنږدې شوې؟

څنګه چې ((زېږېدنه)) د فيزيکي بدن ((اغوستل)) دي دا څېر(( مړينه)) هم د ((فيزيکي بدن پرېښودل)) دي.

د مړينې پر مهال چې فيزيکي بدن پرېږدو،سملاسي اروا بل بدن ته ننوځي، چې دا بدن له نازکې مادې څخه جوړ شوې،چې (( اثيري بدن)) ورته وايي .

د مړينې پر مهال ځېنې خلک دا جسم ګوري او د فيزيکي بدن غوندې شکل لري . ددې ((اثيري بدن )) دنده څه ده ؟ دا پوښ د څه لپاره وي؟ د همدې ((اثيري)) بدن له کبله زموږ په فيزيکي بدن کې د ژوند قوه ځغلي او روغ يې ساتي .

د سانسکريت په لرغوني ژبه کې د((ژوند قوې)) ته پرانا (Prana) ويل کېده. پرانا له دوو برخو جوړه شوې : ((پرا)) د مخکې په مانا او((نا)) نفس ته وايي؛ نو پرانا د نفس د مخکښ مانا ورکوي.

((اثيري بدن)، پرانا يا (ژوند قوه) په ډول ډول لارو جذبوي او د ((فيزيکي بدن)) مختلفو برخو ته يې رسوي . پرانا سترګې په ليدو، غوږونه په اورېدو او پښې او لاسونه په خوځېدو راوړي . پرانا ددې لامل کېږي، چې د بدن ټول غړي خپله وظيفه تر سره کړي تر هغه، چې (( اختري بدن يا اثيري قرينه )) زموږ په فيزيکي بدن کې وي، فيزيکي بدن ساه اخلي او ژوندى وي او چې ووځي، فيزيکي بدن بې روحه کېږي.

دوستانو! ((اثيرى بدن)) د سپينو زرو په نازک پړي له فيزيکي بدن سره نښتى دى . د (ژوند قوه) چې کله له مادي بدنه وځي؛ نو فيزيکي بدن مري؛ خو که د سپين زرو پړى ونه شلېږي، احتمال شته چې ((پرانا)) يو ځل بيا مادي بدن ته راننوځي او په دې توګه فيزيکي بدن خپل ژوند ته دوام ورکوي . کوم کسان چې رياضت کوي، د سپينو زرو د پړي اواز اورېداى شي. په رياضت کې خلک له خپل فيزيکي جسم بهر وتل تجربه کوي. اروا چې له بدنه ووځي؛ نو پورته خېژي ، د سپينو زرو پړي وهل کېږي او اواز يې اورېدل کېږى . څومره چې رياضت قوي او پياوړى وي، ددې پړي اواز ښه اورېدل کېږي.

د رياضت او معنويت استادانو به خپلو زدکوونکيو ته دا زده کړې ورښوولې چې يو ځل داسې مړه شئ او بېرته خپل فيزيکي بدن ته راشئ . انسان يواځې د مړينې له لارې کړاى شي چې د حقيقي ژوند پر لارو چارو او هنر پوه شي. څوک چى مړ شوى نه وي، نه پوهېږي چې څرنګه ژوند وکړي .د سپينو زرو پړى اصولاً په روح پورې اړه لري او په مادي محدويتونو پورې تړاو نه لري او اوږدوالې يې هم محدود او لنډ نهړ دى . پرانا کړاى شي چې له فيزيکي بدنه ووځي؛ په سل ګونو واټنه لار ووهي او بېرته ((فيزيکي بدن)) ته راستنه شي. دا ټول هله کېږى چې د سپينو زرو پړى ونه شلېږي او که وشلېد؛ نو ((فيزيکي بدن)) مري.

((اري تور هيل)) په خپل کتاب (انسان روح دى ) کې يوه په زړه پورې پېښه را خېستې: يو سړى د يوې چاودنې له امله پورته هوا ته وغورځول شو او بېرته پر ځمکه راوليد؛ په دې چې د سړي بدن پر ځمکه پروت و؛خو ننګېرله يې چې ګنې په هوا کې دى او له پورته خپل بدن ته ګوري، چي د يو نازک او د سپينو زرو د رنګ په څېر په يو پړي پورې له خپل بدن سره نښتى دى او ډاکتران ترې راچاپېره دي او وايي چي : مړشوى دى . څو شېبې وروسته راژوندى شو او ويې ويل : زه د سپينو زرو په پړي لاندې راکوز شوم او خپل بدن ته ورننوتم او پرهغه مهال د يو ړوند “شوپرک” په څېر وم او ښى لاس مې له اوږې بېل شوى و.

پام مو وي ! ددې سړي چې د “حيات قوه” يې له فيزيکي بدنه بهر وه، ليدل يې کړاى شو، ډاکتران چې ترې را چاپېر ول، هغوى يې هم ليدل؛خو چې د حيات قوه (پرانا) يې فيزيکي بدن ته ننوته، پوه شو چې ړوند شوى او ښى لاس يې هم له لاسه ورکړى او له کبله يې خورا درد احساسوي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست