تبلیغات

د لمر او سپوږمۍ حالات هغه لمر،چې تودوښه او رڼا يې ورکوله(( وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا (نبا/۱۳) = او موږ [لمر] بله ډېوه پيداكړى دى)) (١٤٢) هغه لمر،چې پر رڼا يې خداى قسم خوړلى و. ((وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا(شمس/۱) = پر لمر او د پلوشو پر ځلا يې قسم ! )) (١٤٣) هغه لمر او سپوږمۍ،چې له دقيق […]

د لمر او سپوږمۍ حالات

هغه لمر،چې تودوښه او رڼا يې ورکوله(( وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا (نبا/۱۳) = او موږ [لمر] بله ډېوه پيداكړى دى)) (١٤٢) هغه لمر،چې پر رڼا يې خداى قسم خوړلى و. ((وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا(شمس/۱) = پر لمر او د پلوشو پر ځلا يې قسم ! )) (١٤٣) هغه لمر او سپوږمۍ،چې له دقيق حساب سره يې کار کاوه.((الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ (رحمن/ ۵) = لمر و سپوږمۍ په منظم حساب ګرځي)) (١٤٤) هغه لمر،چې په مدار کې په،ځانګړي ځاى او وخت کې حرکت کاوه((وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (يس/۳۸) = او لمر (هم هغوى ته يوه نښه ده،چې) د ځواکمن (او) پوه (خداى) د حساب له مخې د خپل استوګنځي خوا ته روان دى )) (١٤٥) هغه لمر او سپوږمۍ،چې خداى څو ځل په هکله يې ويلي دي : نظام يې لنډ مهاله دى او تلپاتې نه دى.(( كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى)) (رعد/۲) (١٤٦) او چې قيامت شي؛نو هغه اجل مسمى به را ورسي او هغه نظام به له منځه ولاړ شي،لمر او سپوږمۍ به هم د اسمانونو او ځمکو په څېر له منځه ولاړ ‌شي؛لکه څنګه چې قرآن شريف وايي:((إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ(تکوير/۱)= چې كله لمر ونغښتل (او توره تبۍ) شي)) (١٤٧).

لمر به تياره شي او هغه ستره د رڼا لمنه به يې د ټوټې په څېر راتاوه شي. سپوږمۍ هم،چې رڼا ورکولو ته د لمر تابع ده؛نو همدا چې لمر تياره شي ؛نو هغه هم طاقت نشي راوړى او خپله رڼا له لاسه ورکوي.(( وَخَسَفَ الْقَمَرُ (قيامت/۸ ) = او سپوږمۍ توره شي)) (١٤٨).

په دې نظام کې د کراتو حرکتونه داسې تنظيم شوي دي،چې اسماني کرات يو له بل سره ټکر نه کوي او يو له بل سره اصطکاک نه لري ؛د مثال په توګه : لمر له سپوږمۍ سره ټکر نه لري؛(( لَا لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (يس/۴۰) = نه د لمر په وس كې ده،چې سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځې مخكې كېداى شي او دا هر يو په خپل مدار كې لامبو وهي.)) (١٤٩)؛خو چې قيامت شي؛نو دا نظام له منځه ځي او لمر او سپوږمۍ له خپل مداره وځي او يو ځاى کېږي . ((وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ (قيامت/۹) = او لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړاى شي )) (١٥٠).

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست