تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې پر حق منښته – اعتراف، امانتوالي او د تذکراتو یادونه د متقیانو له ځانګړنو دي. حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي : يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه. لايضيع ما استحفظ. و لا ينسى ما ذكر. و لا ينابز بالالقاب. و لايضار بالجار. و لا يشمت […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

پر حق منښته – اعتراف، امانتوالي او د تذکراتو یادونه د متقیانو له ځانګړنو دي.

حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي :

يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه. لايضيع ما استحفظ. و لا ينسى ما ذكر. و لا ينابز بالالقاب. و لايضار بالجار. و لا يشمت بالمصائب. و لايدخل فى الباطل. و لا يخرج من الحق. ان صمت لم يغمه صمته و ان ضحك لم يعل صوته. و ان بغى عليه صبر حتى يكون الله هو الذى ينتقم له

« مخکې تر دې چې پر ضد یې ګواهي ورکړي په حق منښته کوي، څه چې وروسپارل شي نه یې پوپنا کوي،وریاد شوي نه هېروي، څوک په ناوړو القابو نه یادوي، ګاونډي نه ځوروي، نور پر خپلو کړاوونو نه ټپسوري کوي، په باطلو کې نه ورغوپه کېږي او له حقه هم نه وځي. که چوپ وي، چوپتیا یې نه خپه کوي، او که وخاندي، غږ یې نه پورته کېږي ( یعنې کټ کټ نه خاندي) که تېری ورباندې وشي زغم خپلوي، چې خدای یې غچ واخلي»

په دې فقره کې امیرالمؤمنین د متقیانو نورې ځانګړنې ښیي.

يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه. متقي هغه دی چې پر حق د منښتې مېړانه لري او بلکې حق دومره ورته خوږ دی که پر حق د منښتې له امله کوم احتمالي زیان هم وي؛ نو مني یې.

رحمان بابا وايي :

که د درستی دنیا غم مې په سر بار وي

واړه سهل دي که یار راسره یار وي

هزار وار به یې د یار تر مانه ځار کړم

که په قطع مې دا یو صورت هزار وي

لايضيع ما استحفظ….

د څه ساتنه چې ورسپاري، نه یې ضایعوي. او کومه پازه – مسولیت چې پر غاړه اخلي؛ نو کړې ژمنه نه تباه کوي،که دا په وګړیزو دندو یا ټولنیزو او یا سیاسي پازو – مسوولیتونو کې وي.

و لا ينسى ما ذكر  =  وریاد شوي څېزونه نه هېروي.

ښايي وپوښتئ، «هېرونه» د انسان له واکه وتلی یو چار دی؛ نو ولې یې دلته د متقیانو یوه ځانګړنه ښوولې ده. همدا پوښتنه له قرآنه هم کړای شو:

رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا (بقره/ ۲۸۶)

که اختیاري ګناه او خطا سزا لري؛ نو هېرونه خو څه اختیاري چار نه دی چې انسان پرې ونیول شي. ځواب څه دی؟

مولوي ددې مطلب خواله په دوو بیتونو کې ویلی:

دائما غفلت ز گستاخى دمد

كه برد تعظيم از ديده رمد

غفلت و نسيان بد آموخته

زاتش تعظيم گردد سوخته

(مثنوي پنځم دفتر)

رحمان بابا وايي :

 که دې ډېر عمر پکار دی غفلت مه کړه

په اوده باندې سل کاله یو زمان شي

غفلت هیڅ مناسب نه دی په دنیا کې

ساکنان د دهر کل واړه خراب وي

د غفلت بنیاد د اوښو په موج خیژي

یو څڅو پکي خواب آلوده لره طوفان شي

کله هېرتیاوې دننني علتونه هم لري، چې له اختیاره وتلي نه دي. انسانان غالبا هغه خبره، ژمنه یا حق او وظیفه چې مهمه نه بولي هېروي یې. ایا کېږي چې انسان یو څیز ته اهمیت ورکړي، په حرمت او درنښت ورته قایل وي او په پار یې اندېښمن وي او بیا یې هېر هم کړي؟ ډېرې هېرونې که څه په ظاهره سهوي او بې اختیاره وي؛ خو که سرېزو او مقارنو ته یې ورځیر شئ او  خواله یې رابرسېره کړئ، وبه مومئ چې په لویی لاس او اختیاري دي.

که یوه ورځ ګهیځ وخته الوتنه لرئ، شونې ده، چې تر ناوخته خوب درنشي چې له الوتنې پاتې نشئ؛ خو نور ډېر کارونه په اسانۍ درنه هېرېږي[1].

نو ځکه ډېره نامعقوله هم نه ده، که انسان د هېرتیا په پار ونیول شي او یا یې له نسیان او هېرتیا د بچېدو ورته ووایی.

حضرت علي د متقیانو په باب زیاتوي ة و لا ينابز بالالقاب = « پر چا ناوړه نامه (او لقب) نږدي»

په قرآن کریم کې هم راغلي:

تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ (حجرات/۱۱)

له پخوا تر ننه، د خاطرجمعۍ یوه لار دا وه، چې انسانان یو بل په نا وړو نامو یاد کړي. د علي (ک) په خبرو کې دي:

الغيبه جهد العاجز ( نهج البلاغه، کلمات قصار ۴۶۱ )

«غیبت د کمزوریو روستی او نهایي وس دی»

هغوی چې مخامخ چاته خپلې خبرې نشي کړای، یوازېنی لار یې داده چې پسي شا يې وکنځي او غیبت یې وکړي او یا يې په بد نامه یاد کړي؛ یعنې دا چې څوک بل په یوې نامې یا یوې کلمې یاد کړي، چې بدنامی او ټولنیزه وګړه یې لتاړ کړي.

[1] په حدیث کې دی چې خدای موسی (ع) ته وحې وکړه: كذب من زعم انه يحبنى فاذا جنه الليل نام عنى. اليس كل محب يحب خلوه حبيبه؟ هغه دروغ وایي چې ادعا کوي، زه یې خوښېږم؛ خو چې شپه راورسي وېدېږي ایا د هر مینوال له خپلو محبوب سره خلوتول ښه نه راځي؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!