بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ پرله پسې ۷مه برخه ۳۹۵-ځانمني، د ناپوهۍ جرړه ده. ۳۹۶-حیا (کله) له ناکامۍ سره مله وي. ۳۹۷-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ، د ایمان نښه ده. ۳۹۸-حرص، د نشتمني نښه ده. ۳۹۹-کنجوسي، انسان بدیو ته اړ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه
د لنډغونډلو زرینو ویناوو
پوهنغونډ
پرله پسې ۷مه برخه
۳۹۵-ځانمني، د ناپوهۍ جرړه ده.
۳۹۶-حیا (کله) له ناکامۍ سره مله وي.
۳۹۷-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ، د ایمان نښه ده.
۳۹۸-حرص، د نشتمني نښه ده.
۳۹۹-کنجوسي، انسان بدیو ته اړ باسي.
۴۰۰-رښتیا، پرهېزګاري ده.
۴۰۲-قسط، د شهادت روح دی.
۴۰۳-پر روږدونو لاسبری، ښه ځانګړنه ده.
۴۰۴-عفوه، د بریا ثواب دی.
۴۰۵-لانجمني، د بدیو کرل دي.
۴۰۶-مرګ، تر ذلیل ژوند غوره دی.
۴۰۷-مرګ، تر ذلیلې خوارۍ غوره دی.
۴۰۸-لږ څه درلودل، تر خوارۍ او ذلت لاس ته راوړو ښه دي.
۴۰۹-مړانه، قناعت او ښکلا ده.
۴۱۰-ازمېښتونه، پای ته نه رسي.
۴۱۱-حریص، نه مړېږي.
۴۱۲-سترګې، د زړه څار دی.
۴۱۳-غم، بدن ویلې کوي.
۴۱۴-سترګې، د زړه پېغام دی.
۴۱۵-سوچ کول، عقل ته لیدانه/ بصیرت ورکوي.
۴۱۶- رنځ، د بدن زندان دی.
۴۱۷-فتنه او ګناه، غم دی.
۴۱۸-کینه، د روح بندي کول دي.
۴۱۹-رټلی بدژبی، ټپي دی.
۴۲۰-غم، د روح رنځ دی.
۴۲۱-شخړه او لانجه، روح ژوبلوي.
۴۲۲-شتمني، د پېښو لوټ دی.
۴۲۳-شتمني، د پاتوړي (وارث) سوکالي ده.
۴۲۴-روزګار، تجربې ته ګټه رسوي.
۴۲۵-سپارښتګر، د غوښتونکي وزرونه دي.
۴۲۶-حساب، تر ثواب او بدلې مخکې دی.
۴۲۷-بدله، تر حساب روسته ده.
۴۲۸-ظلم، نعمت ځپونکی دی.
۴۲۹-ظلم، کړاوونه زېږوي.
۴۳۰-دوستي، خورا نژدې خپلوي ده.
۴۳۱-شکر ایستنه، نعمت پرېمانوي.
۴۳۲-عدالت، د ژوند قوانین دي.
۴۳۳-رښتیا ویل، د خبرې روح دی.
۴۳۴-قسط، (حق) شهادت ویل دي.
۴۳۵-سخاوت، خورا دروند او پیاوړی روږد دی.
۴۳۶-اخلاص، د عبادت پایله ده.
۴۳۷-ډاډ، تر زهد اوچت دی.
۴۳۸-مرګ، تر نشتمنۍ غوره دی.
۴۳۹-لانجمني، د بدۍ تخم دی.
۴۴۰-ټينګار، نهیلي ده.
۴۴۱-دنیا، د تاوان بازار دی.
۴۴۲-جنت، د سوکالۍ کور دی.
۴۴۳-(پر الله تعالی) ډاډ، د ایمان ستنه ده.
۴۴۴-ایثار/ سرښندنه او د نورو لاسنیوی، اوچته نېکي ده.
۴۴۵-کړاوونه، د اجر کونجي ده.
۴۴۶-دنیا، د بدیو کښت دی.
۴۴۷- د اند کولو پایله، ستونزهواري ده.
۴۴۸-
۴۴۹-عقل، د هر کار چارسازی دی.
۴۵۰-زړه هغه ویني، چې سترګې یې ویني.
۴۵۱- ولې خو جنګ دی.
۴۵۲-زړه، د بدن پاسوال دی.
۴۵۳-سمې کړنې، د مؤمن سرټکی دی.
۴۵۴-دنیا، د غم کور دی.
۴۵۵-خوشحالي، غم زېږې ده.
۴۵۶-زغم، د ډاډ پایله ده.
۴۵۷-د دین پایله، زهد او پرهېزګاري ده.
۴۵۸-قانع بنده ازاد دی.
۴۵۹-ازاد چې تمناک وي؛ نو بنده دی.
۴۶۰-پېسمني، خاسمني اوځانویني، د ناپوهۍ څوکه ده.
۴۶۱-عاجزي، د سپېڅلتیا نښه ده.
لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي
-
ټیګونه:
- (حق) شهادت ویل دي. ۴۳۵-سخاوت
- انسان بدیو ته اړ باسي. ۴۰۰-رښتیا
- اوچته نېکي ده. ۴۴۵-کړاوونه
- بدن ویلې کوي. ۴۱۴-سترګې
- پای ته نه رسي. ۴۱۱-حریص
- پرهېزګاري ده. ۴۰۲-قسط
- تجربې ته ګټه رسوي. ۴۲۵-سپارښتګر
- تر ثواب او بدلې مخکې دی. ۴۲۷-بدله
- تر حساب روسته ده. ۴۲۸-ظلم
- تر خوارۍ او ذلت لاس ته راوړو ښه دي. ۴۰۹-مړانه
- تر ذلیل ژوند غوره دی. ۴۰۷-مرګ
- تر ذلیلې خوارۍ غوره دی. ۴۰۸-لږ څه درلودل
- تر زهد اوچت دی. ۴۳۸-مرګ
- تر نشتمنۍ غوره دی. ۴۳۹-لانجمني
- ټپي دی. ۴۲۰-غم
- چې سترګې یې ویني. ۴۵۱- ولې خو جنګ دی. ۴۵۲-زړه
- حضرت علی (ک) ویناوی ۳۹۵-ځانمني
- خاسمني اوځانویني
- خورا دروند او پیاوړی روږد دی. ۴۳۶-اخلاص
- خورا نژدې خپلوي ده. ۴۳۱-شکر ایستنه
- د اجر کونجي ده. ۴۴۶-دنیا
- د ایمان ستنه ده. ۴۴۴-ایثار/ سرښندنه او د نورو لاسنیوی
- د ایمان نښه ده. ۳۹۸-حرص
- د بدن پاسوال دی. ۴۵۳-سمې کړنې
- د بدن زندان دی. ۴۱۷-فتنه او ګناه
- د بدیو کرل دي. ۴۰۶-مرګ
- د بدیو کښت دی. ۴۴۷- د اند کولو پایله
- د بدۍ تخم دی. ۴۴۰-ټينګار
- د بریا ثواب دی. ۴۰۵-لانجمني
- د پاتوړي (وارث) سوکالي ده. ۴۲۴-روزګار
- د پېښو لوټ دی. ۴۲۳-شتمني
- د تاوان بازار دی. ۴۴۲-جنت
- د خبرې روح دی. ۴۳۴-قسط
- د ډاډ پایله ده. ۴۵۷-د دین پایله
- د روح بندي کول دي. ۴۱۹-رټلی بدژبی
- د روح رنځ دی. ۴۲۱-شخړه او لانجه
- د زړه پېغام دی. ۴۱۵-سوچ کول
- د زړه څار دی. ۴۱۳-غم
- د ژوند قوانین دي. ۴۳۳-رښتیا ویل
- د سپېڅلتیا نښه ده.
- د سوکالۍ کور دی. ۴۴۳-(پر الله تعالی) ډاډ
- د شهادت روح دی. ۴۰۳-پر روږدونو لاسبری
- د عبادت پایله ده. ۴۳۷-ډاډ
- د غم کور دی. ۴۵۵-خوشحالي
- د غوښتونکي وزرونه دي. ۴۲۶-حساب
- د مؤمن سرټکی دی. ۴۵۴-دنیا
- د ناپوهۍ جرړه ده. ۳۹۶-حیا (کله) له ناکامۍ سره مله وي. ۳۹۷-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ
- د ناپوهۍ څوکه ده. ۴۶۱-عاجزي
- د نشتمني نښه ده. ۳۹۹-کنجوسي
- د هر کار چارسازی دی. ۴۵۰-زړه هغه ویني
- روح ژوبلوي. ۴۲۲-شتمني
- زهد او پرهېزګاري ده. ۴۵۸-قانع بنده ازاد دی. ۴۵۹-ازاد چې تمناک وي؛ نو بنده دی. ۴۶۰-پېسمني
- ستونزهواري ده. ۴۴۸- ۴۴۹-عقل
- ښه ځانګړنه ده. ۴۰۴-عفوه
- عقل ته لیدانه/ بصیرت ورکوي. ۴۱۶- رنځ
- غم دی. ۴۱۸-کینه
- غم زېږې ده. ۴۵۶-زغم
- قناعت او ښکلا ده. ۴۱۰-ازمېښتونه
- کړاوونه زېږوي. ۴۳۰-دوستي
- نعمت پرېمانوي. ۴۳۲-عدالت
- نعمت ځپونکی دی. ۴۲۹-ظلم
- نه مړېږي. ۴۱۲-سترګې
- نهیلي ده. ۴۴۱-دنیا