تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه  د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۷مه برخه     ۳۹۵-ځانمني، د ناپوهۍ جرړه ده. ۳۹۶-حیا (کله) له ناکامۍ سره مله وي. ۳۹۷-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ، د ایمان نښه ده. ۳۹۸-حرص، د نشتمني نښه ده. ۳۹۹-کنجوسي، انسان بدیو ته اړ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه 

د لنډغونډلو زرینو ویناوو

پوهنغونډ

 

پرله پسې ۷مه برخه

 

 

۳۹۵-ځانمني، د ناپوهۍ جرړه ده.

۳۹۶-حیا (کله) له ناکامۍ سره مله وي.

۳۹۷-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ، د ایمان نښه ده.

۳۹۸-حرص، د نشتمني نښه ده.

۳۹۹-کنجوسي، انسان بدیو ته اړ باسي.

۴۰۰-رښتیا، پرهېزګاري ده.

۴۰۲-قسط، د شهادت روح دی.

۴۰۳-پر روږدونو لاسبری، ښه ځانګړنه ده.

۴۰۴-عفوه، د بریا ثواب دی.

۴۰۵-لانجمني، د بدیو کرل دي.

۴۰۶-مرګ، تر ذلیل ژوند غوره دی.

۴۰۷-مرګ، تر ذلیلې خوارۍ غوره دی.

۴۰۸-لږ څه درلودل، تر خوارۍ او ذلت لاس ته راوړو ښه دي.

۴۰۹-مړانه، قناعت او ښکلا ده.

۴۱۰-ازمېښتونه، پای ته نه رسي.

۴۱۱-حریص، نه مړېږي.

۴۱۲-سترګې، د زړه څار دی.

۴۱۳-غم، بدن ویلې کوي.

۴۱۴-سترګې، د زړه پېغام دی.

۴۱۵-سوچ کول، عقل ته لیدانه/ بصیرت ورکوي.

۴۱۶- رنځ، د بدن زندان دی.

۴۱۷-فتنه او ګناه، غم دی.

۴۱۸-کینه، د روح بندي کول دي.

۴۱۹-رټلی بدژبی، ټپي دی.

۴۲۰-غم، د روح رنځ دی.

۴۲۱-شخړه او لانجه، روح ژوبلوي.

۴۲۲-شتمني، د پېښو لوټ دی.

۴۲۳-شتمني، د پاتوړي (وارث) سوکالي ده.

۴۲۴-روزګار، تجربې ته ګټه رسوي.

۴۲۵-سپارښتګر، د غوښتونکي وزرونه دي.

۴۲۶-حساب، تر ثواب او بدلې مخکې دی.

۴۲۷-بدله، تر حساب روسته ده.

۴۲۸-ظلم، نعمت ځپونکی دی.

۴۲۹-ظلم، کړاوونه زېږوي.

۴۳۰-دوستي، خورا نژدې خپلوي ده.

۴۳۱-شکر ایستنه، نعمت پرېمانوي.

۴۳۲-عدالت، د ژوند قوانین دي.

۴۳۳-رښتیا ویل، د خبرې روح دی.

۴۳۴-قسط، (حق) شهادت ویل دي.

۴۳۵-سخاوت، خورا دروند او پیاوړی روږد دی.

۴۳۶-اخلاص، د عبادت پایله ده.

۴۳۷-ډاډ، تر زهد اوچت دی.

۴۳۸-مرګ، تر نشتمنۍ غوره دی.

۴۳۹-لانجمني، د بدۍ تخم دی.

۴۴۰-ټينګار، نهیلي ده.

۴۴۱-دنیا، د تاوان بازار دی.

۴۴۲-جنت، د سوکالۍ کور دی.

۴۴۳-(پر الله تعالی) ډاډ، د ایمان ستنه ده.

۴۴۴-ایثار/ سرښندنه او د نورو لاسنیوی، اوچته نېکي ده.

۴۴۵-کړاوونه، د اجر کونجي ده.

۴۴۶-دنیا، د بدیو کښت دی.

۴۴۷- د اند کولو پایله، ستونزهواري ده.

۴۴۸-

۴۴۹-عقل، د هر کار چارسازی دی.

۴۵۰-زړه هغه ویني، چې سترګې یې ویني.

۴۵۱- ولې خو جنګ دی.

۴۵۲-زړه، د بدن پاسوال دی.

۴۵۳-سمې کړنې، د مؤمن سرټکی دی.

۴۵۴-دنیا، د غم کور دی.

۴۵۵-خوشحالي، غم زېږې ده.

۴۵۶-زغم، د ډاډ پایله ده.

۴۵۷-د دین پایله، زهد او پرهېزګاري ده.

۴۵۸-قانع بنده ازاد دی.

۴۵۹-ازاد چې تمناک وي؛ نو بنده دی.

۴۶۰-پېسمني، خاسمني اوځانویني، د ناپوهۍ څوکه ده.

۴۶۱-عاجزي، د سپېڅلتیا نښه ده.

 

لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!