بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : پتمن پتمني، د امانتوالۍ ملګرې ده. ورکړه، پتمني ده. قناعت، پتمني ده. پتمن ملګري ډېر لږ دي. پاکلمني، غوره پتمني ده. پتمني، د صفا او مینې نښه ده. پتمني، ښه خوی دی. پتمني، رښتیاوو ته ښه ملګرې ده. پتمني، د امانتوالۍ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې
موضوع : پتمن
پتمني، د امانتوالۍ ملګرې ده.
ورکړه، پتمني ده.
قناعت، پتمني ده.
پتمن ملګري ډېر لږ دي.
پاکلمني، غوره پتمني ده.
پتمني، د صفا او مینې نښه ده.
پتمني، ښه خوی دی.
پتمني، رښتیاوو ته ښه ملګرې ده.
پتمني، د امانتوالۍ ملګرې ده.
پتمني، پر ژمنې وفا ده.
پتمن، بد اندی نه وي.
دینداري او پتمني، ګرانبیه ورکړه ده.
د پتمنو بریا، عدل/ نیاو و نېکي ده.
پتمني، سپېڅلتوب او نجابت دی.
ځان سینګارول، ظاهري پتمني ده.
پتمن، د لږو (هم) شکر کاږي.
بې پتي، د پتمنۍ آفت دی.
-(د الله تعالی) اطاعت، د کړمن د پتمنۍ لاملېږي.
پتمني؛ ورکړه ده او له ځورونې ډډه کول دي.
۲۱۷۵-پتمني؛ د نېکیو خورول او مېلمه پالي ده.
پتمني، د ګردو ښېګڼو او نېکیو د ټولګې نامه ده.
مؤمن پتمن عقل، ښه زغم، نېکیو ته ورلېواله او له بدیو تښتي.
پر حق او رښتیا ډډه کوه، چې حق پتمن ملګری دی.
پتمن ملګری، له دوو ملاتړو، غوره یې دی
د پت ورکړه، د پتمنۍ زکات دی.
پتمني، د مینې او الفت لامل دی.
غوره پتمن، د غوراوي وړ دی.
د پتمن بریا، ژغورنه ده.
رښتین وسه، چې پتمن وسې.
خواله ساتی(رازداره)، رښتین پتمن دی.
د ګناه خوند، دوزخ ته پتمن وي.
د انسان ویاړ یې شتمني ده او مړانه (پتمني) یې دین وي.
د انسان رښتینولي، د ده د پتمنۍ هومره ده.
ډېر داسې (پتمن) بنده وي، چې د بېلتانه زغم یې نه وي.
د انسان شرف، په ورین تندي توب او ښکلا یې په پتمنۍ ده.
د خپلوۍ پرې کول، پتمني نه ده.
څوک چې سم او پتمن ملګری لټوي؛ نو نږه دې لټوي.
اوچته مړانه (پتمني)، له پستۍ پاکوالی دی.
څوک چې پاسوال، خواله ساتی او پتمن وي، د رورۍ ارزښت نه ورک کوي.
وډار شئ، چې پتمن مړني مو وږي او پرېوتي مو له مړښته مست شي.
بې پتي څومره بدرنګه او پتمني څومره ښکلې ده.
له پتمن سره په تنګسه کې وسېدل، له لئیم او پست سره په سوکالۍ کې تر وسېدو غوره دي.
پتمن دوست له دوستۍ نه اوړي، که څه وشړل شي.
څوک چې پر خپلې ژمنې وفا وکړي، پتمن دی.
پتمن رور او پاکلمنی ملګری، غوره ملاتړي دي.
د پتمنو سزا د بې ننګو تر سزا غوره ده.
-(له ګناه) سترګې پټول، د پتمنۍ یوه نښه ده.
د ایثار او سرښندنې پرمهال، د مېړنیو او پتمنانو مرغلره ښکاره کېږي.
هغه چې د پتمنۍ جامې واغوستې او د امانت ډال یې وکړ؛ نو بریمن شو.
پر پتمنۍ او له لانجو لرې روږدی شه، چې دا خویونه وړتیاوې او سمونې رادبروي.
له هغه ستا منندوینه چې درنه خوشحاله دی، خوښي او پتمني یې لازیاتوي.
-(له نورو) تېره شه، په تېره د پتمنو، مېړنیو او نېکانو له ګناهونو.
ډېر پور، رښتین دروغجن او پتمن مخالفوي.
د ناوړچارو خوی، د پتمنانو او ازادګانو (احرارو) ځورول دي.
په هغه کې نېکي ښه پایله ورکوي، چې نېکۍ ته پتمن وي.
یوازې له عقلمن سره ملګرتیا کوه او یوازې له پاک سیرت پوه، سره کېنه پاڅه او خواله دې یوازې له پتمن مؤمن سره شرېکوه.
له بې پتو او ژمنماتیو روري مه غواړه او له پتمن او ژمن یې غواړه.
پتمني او مړانه په درېیو څیزونو کې ده: له حرامو سترګې پټول، ارامې خبرې کول او منځلاري.
وډار شئ، د پتمن له سرلوړۍ، چې کله خوار شي او د پرېوتي له غوسې چې کله سرلوړی شي.
هغه پتمن دی، چې په لوړمقامۍ کې عاجزي وکړي او په سترتوب کې کوشنیتوب.
خواړه درې ډوله خوړای شوي: له روڼو سره په خوشحالۍ، نشتمنو ته په ورکړې (او مېلمستیا) او د دنیا له زامنو سره په پتمنۍ.
درې څیزونه د مړانې او پتمنۍ ټولګه ده: بې غوښتنې ورکړه، بې ژمنې پتمني او په تنګلاسۍ کې سخاوت.
سرچینه : غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه
د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ
لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي