امام حسين وويل: بدکار مه کوه، چې بښنې غوښتنې ته اړ نشې؛ځکه چې مؤمن نه بدي کوي او نه بښنه غواړي؛خو منافق هره ورځ بدي کوي او ورپسې بښنه غواړي. لنډه شرح : له هر چا خطا کېږي؛خو دلته منافق او ايمانوال يو توپير لري.مؤمن هڅه کوي، کمه تېروتنه وکړي،چې بښنې غوښتلو ته اړين نشي؛ځکه […]
امام حسين وويل:
بدکار مه کوه، چې بښنې غوښتنې ته اړ نشې؛ځکه چې مؤمن نه بدي کوي او نه بښنه غواړي؛خو منافق هره ورځ بدي کوي او ورپسې بښنه غواړي.
لنډه شرح :
له هر چا خطا کېږي؛خو دلته منافق او ايمانوال يو توپير لري.مؤمن هڅه کوي، کمه تېروتنه وکړي،چې بښنې غوښتلو ته اړين نشي؛ځکه پوهېږي،چې په پای کې بښنه غوښتل څوک نه سپينوي؛خو د منافقانو پر بدو کارونو چرت هم نه وي خراب؛ځکه چې ورپسې ډېر په اسانه بښنه غواړي،چې دا په خپله د منافق يوه ځانګړنه ده، په ظاهره ځان په خپلو کړو پښېماني ښيي؛خو بيا هم هغه کار تکراروي.
[ سرچینه ؛ یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com