تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (الاعلی/۱۶) ژباړه : خو تاسې [تر آخرت] د دنيا ژوند غوره ګڼئ،   وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى  (الاعلی/۱۷) ژباړه : حال دا چې آخرت غوره او ډېر پایېدونکی دى     بېشكه دا قرآني شمېرانه – محاسبه مؤمن ته پوره څرګنده ده؛ خو بيا هم څنګه يو مؤمن دا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (الاعلی/۱۶)

ژباړه : خو تاسې [تر آخرت] د دنيا ژوند غوره ګڼئ،

 

وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى  (الاعلی/۱۷)

ژباړه : حال دا چې آخرت غوره او ډېر پایېدونکی دى 

 

 بېشكه دا قرآني شمېرانه – محاسبه مؤمن ته پوره څرګنده ده؛ خو بيا هم څنګه يو مؤمن دا پوهه لتاړي او ګناهونه كوي؟ دا پېښه پر انسان د شهوت له لاسبرۍ راولاړېږي، چې سرچينه یې د دنيا مينه ده. د دنيا مينه (له شتمنۍ، مقام، جنسي شهوت، ځان لوړ ګڼل، كسات او…)) كله د انسان په روح كې داسې توپانونه رادبره كوي، چې ټول معلومات یې له منځه وړي او ان كله يې د نومېرنې – تشخيض او پېژندګلوۍ حس له منځه وړي او په پايله كې دنيوي ژوند پر اخرت ړومبى بولي. دا، چې په اسلامي رواياتو كې د دنيا مينه د ټولو ګناهونو سرچينه ښوول شوې، يو عيني او محسوس واقعيت دى، چې څو ځل مو په خپل او د نورو په ژوند كې ازمېيلى دى. نو ځكه د ګناه د جرړې د غوڅولو لپاره، يوازينۍ لار دا ده، چې له زړه نه د دنيا مينه وباسو. بايد دنيا ته د وزلې په څېر، لارې، پل يا كرنې په څېر ووينو. شونې نه ده، چې د دنيا مينوال د ((نړۍ د ګټې)) د لاس ته راوړو او د (( خداى رضا ته)) د ورسېدو په هيله، په دې دوه لارې كې دويمي ړومبى وبولي. كه د جګړو علتونه (ان د وروڼو، خپلوانو او دوستانو ترمنځ) تر غور لاندې ونيسو؛ نو په ټولو كې د دنيا د مينې پښه نښتې وينو. خو څنګه له زړه د دنيا مينه لرې كولاى شو؛ سره له دې، چې موږ ټول د دنيا اولاده يو او له مور سره د اولاد مينه يو پنځیز – طبيعي چار دى؟ دا انديزې، فرهنګي او ګروهيزې زده كړې او بيا د نفس پاكوالي ته اړتيا لري. په دې بهير كې د دنيا پالو د كار پاى ته كتنه د دينوالو لاسنيوى كړاى شي. په تاريخ كې وينو، چې يو باد د سترو ځواكونو د واكمنۍ ټغر راټول كړى او په يوه شواروز كې يې د ځواك له تخته راپرځولي او خپلې ماڼۍ او شتمنۍ يې پرېښي او تښتېدلي دي، چې دا مو ښووند – ښوونكى او ورماند – واعظ دى.

 

 

[ سرچینه: شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!