تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الهي رسۍ حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي : فانى اوصيك بتقوى الله اى بنى و لزوم امره و عماره قلبك بذكره و الاعتصام بحبله. و اى سبب اوثق من سبب بينك و بين الله ان انت اخذت به؟ احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الهي رسۍ

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي :

فانى اوصيك بتقوى الله اى بنى و لزوم امره و عماره قلبك بذكره و الاعتصام بحبله. و اى سبب اوثق من سبب بينك و بين الله ان انت اخذت به؟ احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت

«زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله سره دې ډاډمنه وزله ده؛ که منګولې پرې ښخې کړې؟»

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ (آل عمران/۱۰۳)

له «جمعي» پلوه پر الهي پړي منګولی لګول د اختلاف او بې اتفاقۍ درملنه ده. خو له وګړیز پلوه، که چا پر خدای ډډه ولګوله او د ځان او خدای ترمنځ یې د پیوستون رسۍ رادبره کړه، څنګه دا رسۍ ټینګولای او له شلېدو یې مخه ونیسي. په دې اړه حافظ راته ویلي:

گرت هواست كه معشوق نگسلد پيوند        نگاه دار سر رشته تا نگه دارد

کومې چارې چې پر انسان متکي وي د ډډې وهلو ځای یې کېدای نشي

 ښه ده چې ړومبی خپله ددې پړي یا د ډډې وهلو ځای به باب خبرې وکړو. خدای وایي:

مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (عنکبوت/۴۱) = دهغو خلکو بېلګه چې د الله پر ځای یې پالندویان نیولي داسې ده لکه غڼې چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل -؛ نو تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.

کافرانو چې بې له الله ولیان نیولي، د غڼو په څېر دي. دا غڼه هم یو کور اوبدي او زړه پرې تړي وهي؛ خو عقلمن پوهېږي، چې د غڼې کور، خورا سست کور دی؛ یعنې بې له الله د ډډې وهلو هر ځای ویجاړېدونکی او د اتکا وړ نه دی. ټول کافران او هر څوک چې آګاهانه او په لویی لاس حق ته ورشا کوي د غڼو په څېر دي، چې په خپلو سستو لومو کې راګېر شوي او پر خپلو اوبدنو تکیه کوي.

 په واقع کې دوی خپل محصولات – حې پر همدوی متکي دي – خپل تکیه کړي او دا یو ډول اپوټه ویني ده. د همدې دلیل له مخې، د دوی تکیه د غڼې تر کوره هم ډېره سسته ده. د انسان تکیه کله هم د انسان محصول کېدای نشي. په بهر نړۍ او له مادي او جسماني چارو سره په مخامخېدو کې ددې مانا تصدیق ظاهراً اسان دی.

انسان چې کوم کور یا کومه بنا جوړي پرې ډاډمن دی او تر چهت لاندې یې ژوند کوي ځکه دا جوړ کړای شوی ورباندې متکي نه دی، البته سازوونکی یې انسان دی؛ خو انسانانو په دې چارو یوازې د طبیعت مواد او قوتونه کارولي، چې خواص یې له انسانه مستقل او خپلواک دي، انسانان که کوم کار کوي، هغه د دې موادو او قوتونو، محسابه کول، او څنګ ترڅنګ ایښوول دي. که داسې وای چې دا ټولګه پر انسان متکي وي؛ نو انسان یې ساتلای نشو؛ بلکې باید انسان یې ساتونکی وای؛ نو ځکه په مادي چارو کې ټول مني، چې مسأله دغسې ده.

خو چې خبره د روحي محصولاتو په باب کېږي؛ نو دا مطلب هېرېږي یا کافي پاملرنه ورته نه کېږي. موږ انسانان د روحي ملاتړ چمتو کولو لپاره، چې ونه ښوییږو، یوازې دوه لارې لرو؛ یا له خپلو (وردباندې) مستقلو ملاتړو ته ورمخ کړو او تکیه پرې وکړو یا موهومي ملاتړ – چې په واقع کې پر موږ متکي دي – مستقل وګڼو او تکیه ورباندې وکړو، چې په دې حال کې په واقع کې بې ملاتړه یو.

پر حق ناولاړې، اندیز او هنرې محصولات غولوونکې دي

 انسانان ډېر د خپلو فکري او هنري محصولاتو پر وړاندې غولېږي. موږ د فکر او پوهې په نړۍ کې، پر فلسفه لګیا کېږو او نړی لید جوړوو. که دې محصولاتو پر حق ډډه نه وي وهلي؛ نو په لمن کې یې ژوند کول او ورباندې ډډه وهل به داسې وي چې پر هغه څیز مو ډډه وهلې، چې په خپله دې څیز پر موږ ډډه وهلې، یا د یو څیز ټینګ ګڼل چې له بېخه سست او لوېدونکی دی. انسان فکري او روحي تکیه ته اړتیا لري او دې فکري تکیه ګاه هم باید پر حق تکیه کړي وي او روحي تکیه هم باید له هغه ځایه مرسته واخلي چې په واقع کې وسمن و قوت ورکوونکی وي. انسان ځان تر ډېرې مودې هسې په هسې او په تلقین درولای نشي. تلقین له انسانه قوت اخلي او ورپسې د ظاهر له مخې او په مجازي توګه انسان ته قوت ورکوي. تلقین زموږ خپل مصنوع موجود دی، چې ډې کمزوری دی او څه موده روسته د خپلې ورانۍ په علت، انسان به هم وران ویجاړ کړي.

اوسني انسان د هنر، فلسفې او… په ډګرونو کې خپل مصنوعات د خدای ځایناستي کړي دي

نن انسانانو هنر خپله روحي تکیه غوره کړې ده او دا هنر، زموږ په وخت کې د خدای ځایناستې شوې ده. الهي ښکلاوې د بشري هنر په ښکلاوو کې لڼدې شوي دي. انسان هنر او خاورینو ښکلاوو ته په دې پلمه پناه وروړي، چې روحي پناځی یې دی؛ خو دوی لنډمهالې دي او د قرآن په تعبیر د غڼې د کور په څېر دي؛ ځکه موږ اوبدلي او وسمني او تغذیه یې ډېره محدوده ده، د همدې دلیل له مخې دا مصنوعات ددې پر ځای چې تلپاتې خوشحالي راوړي، خپګان راولاړوي او ددې پر ځای چې انسان سرشار او خړوب کړي، تشوي یې او بې پناه یې خوشې کوي.

حضرت علي (ک) :

اياك و الثقه بنفسك فان ذلك من اكبر مصائد الشيطان (غرر الحكم)

« پر خپل نفس له ډډې وهلو ډډه وکړو، چې د شیطان له سترو لومو ځنې دی».

دا ځانګړنه، یوازې هنر نه رانغاړي، فلسفه او دروغجن عرفان هم همدغسې دی. دا چارې  یوه ګډه ځانګړنه لري: دا ټول انسانانو جوړ کړي دي:

باده از ما مست شدنى ما ازو        قالب از ما هست شدنى ما ازو

(مثنوى، لومړی دفتر، 1812 بیت)

که شراب مستي راولي، که نشه یي توکي نشه کوي، دلیل یې دادی، چې موږ انسانان ځانګړی جوړښت لرو، چې ددی اغېز راباندې کړای شي. که زموږ جسمي او روحي جوړښت په بل ډول و، شرابو اغېز راباندې نه کاوه، لکه چې پر خاورو او تیګو اغېز نه کوي؛ نو ځکه په واقع کې د شرابو مستي له موږ راولاړه شوې او معلول مو ده؛ نو ورباندې ډډه وهل، په حقیقت کې پر ځان ډډه وهل دي. ټول هغه څېزونه، چې د عادي او هنري ښکلاوو له جنسه او ټول هغه څېزونه چې د بشر مخلوق دي، په نهایي شننه کې همدې موضوع ته وراوړي. دا چارې پر موږ متکي دي، او که دوی د انسان تکیه شي؛ تر یوې مودې روسته به راولوېږي.

د تکیه د ټیګېدو شرط، له انسانه خپلواکي ده

نو ځکه، انسان باید په یو داسې پړي منګولې ولګوي، چې د اتکاء او پایښتی وړ وي او ددې پړي شرط دا دی چې له انسان څخه باید مستقل او خپلواک وي. خدای په نړۍ کې د پیوستون دا پړی راځوړند کړی دی.

حمدلله كين رسن آويختند (مثنوى، دویم دفتر، 1278 بیت)

د دې پړي سر د خدای په لاس کې دی او که انسان ځان ورپورې ورځوړند نه کړي، راخوشې او راوبه لوېږي؛ نو ځکه که پیوستون رادبره کېږي؛ باید له دې لوري وي.

« د پړي سر ونیسه، چې ودې ساتي»، چې تکیه له هغې خوا ټینګه ده.

مولوی د موسی(ع) او پر ده د خدای د تجلۍ په قصه کې، کله چې د ونې د خبرې کولو او د غره لړزېدو خبره کوي، موږ ملامتوي:

جان پذيرفت و خرد اجزاى كوه        ما كم از سنگيم آخر اى گروه؟

(مثنوى، دویم دفتر، 1333 بیت)

نه ز جان يك چشمه جوشان مى‏شود        نه بدن از سبز پوشان مى‏شود

نه صداى بانگ مشتاقى درو        نه صفاى جرعه‏ى ساقى درو

كو حميت تا ز تيشه و ز كلند        اين چنين كه را به كلى بركنند (…)

چون قيامت كوهها را بر كند        بر سر ما سايه كى مى‏افكند

(مثنوى، دویم دفتر، 1335 او 1337 بیتونه)

«اختیاري مړینه» په پړي منګولې لګول او الهي ټینګه رسۍ ده

وایي تیګه او ونه، تکې شنې شوې، د حق تجلي دوی په خود راوړل او له بې ځانۍ یې ازاد کړی؛ نو موږ انسانان له تېګو هم کم یو؟ موږ تر اوسه نه دي موندلي، چې باید ژوند له کومه ځایه تر لاسه کړو، پر کوم ځای تکیه وکړو، تر اوسه پوه شوي نه یو، هغه څوک دی، چې موږ ته موږ راکوي او موږ له موږه بېرته اخلي.

 پر هستۍ دا دومره لمر ځلېدلی او پر ټولو دومره پسرلی راغلی؛ خو دې لوري ته هیڅ رڼا او شېنلی رامخې کړی نه ده. غیرت او هڅه لازم ده، چې په ترخځ او میتهي دا بې خاصیته غر له بېخه راوسپړو؛ دا غر چې تر ډبرین غر ښه بې غیرته او ښه بې هنره دی. خدای وایي د قیامت پر مهال، غرونه هم په حرکت راځي او له خپل ځایه بې ځایه کېږي، لمر او ستوري تت او تیاره کېږي او په سراسر هستۍ کې یو لوی بدلون رامخې ته کېږي.

 کاشکې ډېر ژر دا قیامت زموږ په وجود کې راغلی وای او خپل اغېز یې ښکاره کړی وای او دا غر یې له خپل ځایه بې ځایه کړی وای. نباید منتظر اوسو، چې دا قیامت د بلا په څېر راباندې راپرېوځي، باید دا قیامت له دننه پیل کړو؛ یعنې باید «اختیاري مړینه» خپله کړو. په واقع کې «اختیاري مړینه» پر الهي پړي منګولې لګول دي. «اختیاري مړینه» د رښتوني تکیه موندل دی. علي(ک) پوښتي: « تردې پړي کوم ټینګ دی؟» او په حقیقت کې دا له حکمته ډکه خبره ده: تردې پړي کوم یو پړی ټینګ دی؟ کوم یو پړی دی چې انسان په ډاډ ځان ورپورې راځوړند کړي او یقین ولري چې نه شلېږي او د هلاکت څاه ته یې نه ورغورځوي.

دا د هغې خوندي، اروايي تکیه ځانګړنه ده؛ خو خدای له بل اړخ هم تکیه دی او په نړۍ کې یې یو پړۍ راځوړند کړي، چې باید منګولې پرې ولګوو. دا پړی په واقع کې «الهي وحې» ده.

  پر خدای منګولې لګول په دوو مانا دی: (۱) یوازې د خدای اوسه. (۲) د الهي شریعت له سرچینې ګټه پورته کړه.

انسانان یو مخې په خپلو اندنو کې پر ځان متکي کېدای نشي. الهي وحې نهایي سموونکې او منځګړې ده. تل د وحې باران ورېږي، او دا هماغه پړی دی چې باید انسانان منګولې پرې ولګوي او اتکا پرې وکړي. نو «پر خدای منګولې ولګوه» او «ځان په الهي پړي پورې ونښلوه» په دوو مانا دی: ړومبی دا چې، یوازې د الله اوسه او پر ځان تکیه مه کوه. او دویم دا چې پر دیانت او الهي شریعت متکي اوسه او له دې ځایه قوت او فکري خواړه واخله.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!