تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تبشير او انذار “تبشیر” زېری ورکول دي او په هڅونه کې شمېرل کېږي . د ساري په ډول : که غواړې اولاد مو یو کار وکړي په دې دوو لارو کې یوه يې یا په عین وخت کې له دواړو ګټنه کوﺉ : یوه د هڅونې لار ده،چې کله مو زوى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تبشير او انذار

“تبشیر” زېری ورکول دي او په هڅونه کې شمېرل کېږي . د ساري په ډول : که غواړې اولاد مو یو کار وکړي په دې دوو لارو کې یوه يې یا په عین وخت کې له دواړو ګټنه کوﺉ : یوه د هڅونې لار ده،چې کله مو زوى ښوونځي ته ځي؛نو ګټې يې ورته وایئ،چې دې کار ته يې کازمني – لېوالتیا ډېره شي،روحيه او طبیعت يې دې کار ته کازمن – لېوال شي،بل داچې ښوونځي ته د نه تګ خطرناک عواقب ورته وویل شي،چې په نه تګ به نالوستى پاتې شې .دا چې ماشوم غواړي له دې حالته وتښتي،لیک لوست ته مخه کوي . دلته ستاسې یو کار هڅونه او زېری دی؛يعنې دا کار له مخې د ماشوم راښکودل دي او بل کار مو وېرونه او انذار دی .(د خطر اعلانول)،چې دا کار ماشوم له شا ټېله کول دي،چې روان يې کړي؛نو ځکه وايي : تبشیر “قاید” دی او انذار “سایق” دی . قاید؛یعنې مخکې راکښودونکی .
هغه چې د اس یا اوښ پړی نیسي او مخکې روان وي او څاروي ورپسې روان وي؛نو دې ته قاید وايي “سایق” هغه ته وايي،چې د څاروي تر شا روان وي او څاروي يې روان کړي وي . تبشیر د قاید حکم لري؛يعنې له مخکې يې راکاږي او انذار د سایق حکم لري؛یعنې د څاروي تر شا وي او له شا يې روان کړی وي او دا دواړه یو عمل ترسره کوي . که اوس دا دواړه سره یوځای وي،هم قاید وي او هم سایق،یو له مخکې څاروى راکاږي او بل د څاروي شاته وي او روان کړی يې وي،دواړه لاملونه په عین واحد کې واکمن دي . دا دواړه بشر ته اړین دي؛يعنې په یوازې ځان تبشیر او انذار یو يې هم بسیا نه دي . تبشیر اړین شرط دی؛خو بسیا شرط نه دی .انذار هم اړین شرط دی؛خو بسیا شرط نه دی
دا چې قرآن ته “سبع المثاني” ویل کېږي،ښايي یو اړخ يې دا وي،چې په قرآن کې تبشیر او انذار په یو بل پورې تړلي دي؛يعنې یو خوا زېری او هڅونه او بلخوا انذار او د خطر اعلان دی .
په بلنه کې دا دواړه رکنه باید یو ځای وي . دا به تېروتنه وي که مبلغ یوازې په تبشیرونو یا انذارونو ډډه وکړي؛بلکې د تبشیر اړخ ډېر غوړ ښکاري او ښايي په همدې دلیل وي،چې قرآن تبشیر لومړی ګڼي. (( َمُبَشِّراً وَنَذِيراً، بَشِيرًا وَنَذِيرًا))

تنفير
بې له تبشیر او انذاره یو بل عمل هم لرو،چې نوم يې “تنفیر” دی . تنفیر؛يعنې تښتېدل . کله انسان غواړي انذار وکړي؛نو انذار له تنفیر سره غلطوي .انذار هغه وخت انذار دی،چې د سایق عمل ترسره کړي؛يعنې واقعاً له شا سړی پر مخ بوځي؛خو تنفیر؛يعنې داسې کار کول،چې سړی وتښتي . بیا هم د هماغه څاروي مثال راوړم . مثال يې داسې دی،چې انسان(اس یا اوښ) راکاږي او بیا غواړي په ځان پسې يې راروان کړي،یو ډول چغې او سورې جوړوي،ناڅاپه څاروى توري کېږي،پړی شلوي او تښتي . دې ته تنفیر وايي . د انسان په اروا کې،کله ځینې بلنې نه یوازې قایدیت نه دي؛بلکې تنفیر دی؛يعنې نفرت رامنځ ته کول او تېښته ورکول دي او دا اروايي چار دی او د انسان اروا داسې ده. هماغه د ماشوم او ښوونځي مثال درته وایم . زیاتره وخت موروپلار او ښوونکي د تبشیر او انذار پر ځای تنفیر کوي؛يعنې داسې کار کوي،چې د ماشوم په اروا کې له ښوونځي کرکه او تېښته پیدا کېږي او له ښوونځي تېښته د ماشوم د اروا غبرګون دی .
تاریخ لیکي :رسول اکرم (ص)،چې حضرت معاذ بن جبل (رض) د “یمن” خلکو ته د بلنې لپاره ولېږه،د ابن هشام د سيرت له نقله،داسې سپارښتنه يې ورته وکړه :(( یا مُعاذُ بشر و لا تُنفر،یسر و لا تُعسر ))
د اسلام تبلیغ ته ځې، د کار بنسټ دې تبشیر او زیری دی،داسې کار وکړه،چې خلک د اسلام په ګټو پوه شي او پخپله خوښې او لېوالتیا اسلام ته رامات شي .
و يې ونه ویل(ولا تنذر)،انذار مه کوه؛ځکه انذار هغه کړلار ده،چې قرآن يې حکم کړی دی . کوم ټکی،چې آنحضرت ورته ګوته ونیوه،((بشر و لا تنفر)) داسې کار و نه کړې،چې خلک له اسلامه توري کړې او ترې کرکجن يې کړې . مطلب داسې بیان نه کړې،چې د خلکو اروايي غبرګون له اسلامه تېښته وي .دا څومره ستر ټکی دی او څرګندونې ته اړتیا لري .

د روح لطافت
د انسان اروا فوق العاده لطیفه ده او ژر غبرګون ښيي. که انسان په یو کار کې خپله اروا تر دباو لاندې ونیسي،بل خو لا پر ځای پرېږده،کوم غبرګون،چې انسان رامنځ ته کوي،تېښته ده . د ساري په ډول : په عبادت کې د رسول اکرم سپارښتنه دا ده،چې عبادت دومره وکړﺉ،چې روح مو خوشحاله وي؛يعنې په کازمنۍ – لېوالتیا او خوښۍ يې ترسره کړﺉ. عبادت مو چې وکړ،لمونځ مو وکړ،نفلونه مو وکړل، د قرآن تلاوت مو وکړ،بې خوبه شوئ او نور ننګېرﺉ،چې دا عبادت درته سخت دی او په زوره يې پر ځان تپئ؛نو آنحضرت وویل : (( دلته بس دی،عبادت پر ځان مه تپه .))
څومره چې دې وزغمه هومره سم دى او تر دې ورزيات زړه،لږ لږ له عبادته توري کېږي او عبادت دې؛لکه د دعا وکړئ؛نو له عبادته بده خاطره مه پیدا کوئ،تل هڅه کوئ،چې په عبادت کې خوشحاله وسې او اروا دې له عبادته ښه خاطره ولري .
بیا رسول اکرم وايي : (( جابره! اسلام دروند- بامتانته دین دی،له ځان سره دې ګوزاره کوه.)) بیا وايي:(څومره ښه تشبیه ده!) جابره! هغوی،چې انګېري پر ځان په دباو او سختۍ به ژر موخې ته ورسي؛نو تېروتنه کوي ،اصلا موخې ته نه رسي،ددې وګړي مثال د هغه په شان دی،چې سپرلۍ ته يې یو څاروى ځانګړی کړی وي،چې له یوه ښاره پرې بل ته ولاړ شي او انګېري،چې څومره ډېر دا څاروي ووهي او دباو پرې راوړي؛ نو ژر به ورسي. لومړني څو منزلونه په یوه ورځ کې وهي؛خو پام کېږي يې،چې دا څاروى يې ټپي کړی او څاروى نور د تګ نه دی او ځای پر ځای ولاړ دی،خپلې موخې ته ونه رسېد او د سپرلۍ وسیله يې هم ټپي کړه . هغوى چې پر ځان دباو راوړي،چې ژر موخې ته ورسي،دا بیخي موخې ته نه رسي،اروا يې د سپرلۍ د وزلې په شان کېږي،چې ټپي شوې وي،په لار کې پاتې کېږي او مخکې نشي تلای . په خلکو کې هم دا شان دي .))
ډېر داسې څیزونه دي،چې د تنفیر اغېز لري؛يعنې خلک له اسلامه توري کوي . د ساري په ډول : په اسلام کې بېشکه ،پاکوالی موکد سنت او مستحب دى .پاکوالی د ایمان برخه ده او رسول اکرم مو د خپل وخت تر ټولو پاک و او که نن هم واى؛نو هغه به مو تر ټولو پاک ګاڼه . رسول اکرم په عطرو ډېره سپارښتنه کوله او کله يې هم نه پرېښوول . په عین حال کې پاکووالی سنت او مستحب دی او واجب نه دی . اوس که د یو مبلغ جامې ناولې او خیرنې وي او بدن يې بوى کوي،له فقهي اړخه نه شو ویلای،چې حرام کار يې کړی دی، اوس همدا خیرن مبلغ دې راشي او د یو پاک سوتره ځوان مخې ته دې درېږي او ورته ووايي،چې زه دې اسلام ته رابلم،که له خولې يې ملغلرې هم ودوړېږي؛نو پر ځوان به په پوټى اغېز هم ونه کړي .
متکلمین وایي : د نبوت یو شرط دادی،چې په پېغمبر کې هغه صفت نه وي،چې خلک ترې کرکجن وي ان که جسمي نیمګړتیا هم وي .
نو لکه څنګه چې د مبلغ او د خدای لوري ته د رابلونکي کس قواره، دې کرکجنه نه وي؛نو همداشان نورې ځانګړنې لکه چلن او وینا دې داسې نه وي،چې په خلکو کې کرکه راپیدا کړي او ترې وتښتي .

پ
ډېره ملامتیا همدا شان ده .ملامتول کله ډېر ګټور وي . کله په ملامتیا د انسان غیرت لمسېږي؛خو ملامتیا هم خپل ځای لري . په ډېرو ځایونو کې ډېره ملامتیا کرکه رامنځ ته کوي. د ساري په ډول : ډېری وګړي د ماشوم په روزنه کې دا تېروتنه کوي،چې ماشوم ملامتوي او رټي يې،چې: ورک شه! پلانی همزولی دې څومره مخې ته ولاړ او ته ډېر ډېبا او بېړا يې،له تا مې بیخي هیله نشته .
دوی انګېري،چې په دې رټنو به د ماشوم غیرت ولمسوي،حال دا که رټنې له خپلې پولې واوړي،د ضد غبرګون رامنځ ته کوي،اروا يې د پړسوب – انقباض او تېښتې حالت پیدا کوي او له اروايي اړخه ناروغېږي او ناشونې ده که په هغه کار پسې ولاړ شي؛ نو رسول اکرم پخپلو حکمونو کې نه یوازې حضرت معاذ بن جبل (رض) ته؛بلکې ټولو ته يې ويلي:(( بشر ولا تنفر،یسر و لا تُعسر))اساني کوه،سختي مه کوه،خلکو ته داسې مه وایه،چې دینوالي څه اسان کار نه دی او سخته ده،هر څوک دینوالېدای نشي. دا چې تل وایي : دینوالي سخته ده؛نو په پایله کې مقابل لوری وايي: دومره سخته ده؛نو ورخوشې به يې کړو. آنحضرت ویلي : “یسر”؛اساني کوه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!