تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت “سليمان” عليه السلام حضرت داود عليه السلام د “بني اسراييلو” پاچا او سپين ږيرى (پېغمبر) د قاضي په حيث په هغه جرګه كې ناست و،چې د دوو “بني اسراييلو” د شخړې د هواري لپاره جوړه شوې وه، د شخړې يو لورى بڼوال او بل د رمې خاوند و.  بڼوال وويل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت “سليمان” عليه السلام

حضرت داود عليه السلام د “بني اسراييلو” پاچا او سپين ږيرى (پېغمبر) د قاضي په حيث په هغه جرګه كې ناست و،چې د دوو “بني اسراييلو” د شخړې د هواري لپاره جوړه شوې وه، د شخړې يو لورى بڼوال او بل د رمې خاوند و.

 بڼوال وويل : “د څښتن پېغمبره! ددې سړي رمه زما بڼ ته راننووتې وه او د بڼ انګور يې له پاڼو سره خوړلي دي .”

 حضرت داود عليه السلام د رمې خاوند ته وويل :” ايا ددې سړي خبرې منې؟”

 د رمې خاوند ورته وويل : “هو! د څښتن پېغمبره!”

په دې وخت كې څښتن “داود” (ع) ته وويل :” داوده! زامن دې راوغواړه او چا چې سم ورمندون-قضاوت وكړ؛ نو هغه به دې ځايناستى وي او نور به ورپسې ولاړ شي .”

حضرت”داود” خپل ټول زامن سلطنتي ماڼۍ ته را وغوښتل ،چې ددې دوو تر منځ  ورمندون وكړي؛ خو د  حضرت”داود” يو زوى هم سم ځواب ورنه کړ او نه يې سم ورمندون وکړ،چې د ديار لس كلن “سليمان” نوبت راورسېد ،چې تر ټولو كوچنى و.  هغه چې د څښتن له اړخه  علم او حكمت زده كړى و، و يې ويل :” وړانديز مې دا دى ،چې رمه بڼوال ته وركړاى شي،چې له وړيو او شيدو يې ګټه واخلي او بڼ د رمې خاوند ته وركړاى شي ، چې ويې ساتي او چې کله  بڼ هماغسې شو؛نو بيا دې راشي او خپله رمه  دې بېرته واخلي.”

حضرت”داود” وويل :” زويه! ولې دې داسې ونه ويل ، چې د خوړل شويو انګورو د قيمت هومره د رمې څاروي دې بڼوال ته وركړ شي؟

 حضرت”سليمان” وويل :” ځكه رمې د انګور ونې نه دي خوړلي؛بلكې د ونې مېوې يې خوړلي دي؛ نو ځكه مې ورمند وكړ ،چې د رمې له وړيو او شيدو دې ګټه واخلي.”

 په دې وخت كې څښتن وحې نازله كړه،ويې ويل :” څه چې “سليمان” وويل، بالكل سم دي او ځايناستى دې همدا زوى دى .”

  حضرت”داود”  حضرت “سليمان” د نورو وروڼو له مخالفت سره سره خپل ځايناستى كړ او ټولو ته يې حکم وكړ ،چې لاروي يې وكړئ .

د  حضرت”سليمان” ورونه ،چې ترې مشران ول او ځانونه يې د سلطنت د ځايناستۍ لپاره وړ ګڼل، ان  چې د حضرت “سليمان” مشر  ورور “آبشالوم” ،چې پوه شو  حضرت داود عليه السلام،حضرت”سليمان” ټاكلى؛ نو د پلار پر خلاف را پاڅېد.

 حضرت”داود” هم د “يوآب” په قومندانۍ يو لښكر ولېږه، چې “ابشالوم” وځپي ،چې په دې جګړه كې”آبشالوم” ومړ.

 حضرت داود عليه السلام  تر كلنو کلنو سلطنت وروسته ومړ  او تخت و تاج يې  حضرت”سليمان” ته وسپاره او په همدې وخت كې د  حضرت”سليمان” بل ورور “ادوى نا” د آبشالوم” له پلويانو سره يو ځاى شو او په “سليمان” پسې راپاڅېد،چې حضرت “سليمان” ورته تر ماتې وركولو وروسته له خدايه وغوښتل ،چې ستر  ځواک وركړي، چې له پېغمبري شان سره يې وړ وي . څښتن هم د حضرت “سليمان” دعا قبوله كړه او ورته يې داسې حكومت وركړ،چې د هغه په څېر د الهي انسانانو د شان وړ وي او ډېر علمونه،د الوتونکيو او څارويو ژبې يې هم ور زده كړې او د انسانانو او پيريانو يو لښکر يې وركړ،باد يې د هغه په واک كې كړ او همداراز د ويلې شويو مسو يو كان يې هم وركړ،چې حيرانونكې ماڼۍ او عبادت ځايونه يې پرې جوړ كړل ، چې البته د حضرت “سليمان” د وختونو جوړ شوي عبادت ځايونه اوس هم په “سوريه” او “لبنان” كې شته .

داچې”سليمان” (ع) ډېر امكانات درلودل؛ حکم يې وكړ، چې ستر ستر بندونه او ډنډونه جوړ كړئ ،چې د باران او سيندونو اوبه پکې  زېرمه كړي،چې له اوبو يې د ځمكې په ابادولو كې ګټه واخستل شي او همداراز يې د خپل پلار د وينا له مخې “بيت المقدس” جوړ كړ ،چې د ټولو مسلمانانو د عبادت قبله شي او د حضرت “موسى” او د  حضرت”هارون” آثار او “تورات” هم پکې وساتل شي؛ نو بيا په ډاډه زړه له يوې ډلې سره د څښتن د كور (کعبې) زيارت ته ولاړ او په “مكه” كې تر څو ورځو اوسېدو وروسته د “يمن” پر لور روان شو ،چې “يمن” ته نږدې يې ياران  تږي شول او څومره،چې په اوبو پسې وګرځېدل اوبه يې پيدا نه کړې .

حضرت “سليمان” “هُدهُد” (په ځينو سيمو كې ورته “ملا چرګك” هم وايي) ته وويل : ولاړ شه او وګوره،چې په دې شاوخوا كې اوبه چېرته دي؟

“ملاچرګک” والوت او له سترګو پناه شو؛خو غيبت يې اوږد شو، تردې چې “سليمان” غوسه شو، ويې ويل :” پرېږده ،چې دا مرغۍ راشي؛ نو سر به ترې غوڅ كړم ،چې بالاخره  ملاچرګک په بيړه او وارخطا راغى او “سليمان” (ع) ته يې وويل :” د څښتن پېغمبره! د “يمن” د سيمې د “سبا” له قومه مې يو خبر راوړى دى؛ نو ځکه را باندې ناوخته شو.”

“سليمان” (ع) وويل :” ووايه څه خبر دى؟”

 ” ملا چرګک” وويل : “د اوبو په پلټنه كې وم ،چې “يمن” ته ورسېدم او يوه ښځه مې وليده ،چې د “يمن” واكمنه وه،چې څښتن ورته خورا  نعمتونه هم وركړي ول؛ خو سره له دې يې د څښتن د شكر پر ځاى لمر ته سجده كوله .”

 “سليمان” (ع) وويل : په دې هکله به څېړنه وكړم او څه  چې دې وويل، كه رښتيا ول؛ نو يو ليک به ورته وليکم ، چې ورته يې يوسې او بېرته يې غبرګون راوړې .

 څو ورځې وروسته  حضرت”سليمان” يو ليک وليكه او ” ملاچرګک” ته يې وركړ . ” ملاچرګک” د حضرت “سليمان” ليک واخست او والوت او د “يمن” د واكمنې “بلقيس” ماڼۍ ته ورغى،چې ورنږدې شو؛ نو ليک يې ورګوزار كړ او په خپله پر دېوال كېناست ،چې له غبرګونه يې ځان خبر كړي .

 “بلقيس” ليک را واخست، ويې ليدل ،چې پکې ليكل شوي وو:

“د لوراند او  لورين څښتن په نامه . زه “سليمان” د څښتن پېغمبر يم او له تا غواړم،چې پر څښتن ايمان راوړې او په ما پسې راشې. “

 د “سبا” ملكې (بلقيس) خپل وزيران او سلاکاران راوغوښتل او پرېكړه يې وكړه ،چې حضرت “سليمان” ته ډالۍ ولېږي او له نږدې ورسره وګوري او پر  ځواک يې ځان پوه كړي .

” ملاچرګک”،چې يې خبرې واورېدې؛ نو “سليمان” (ع) ته راغى او څه يې چې اورېدلي او ليدلي ول ، حضرت “سليمان” ته وويل .

 حضرت”سليمان” حکم وكړ ،چې د “بلقيس” د استازيو تر راتګ مخكې يوه داسې ماڼۍ جوړه کړئ،چې سترګې ورته حيرانې شي.

 “بلقيس” د هغه وخت غوره او ښکلې ډالۍ چمتو كړې او “سليمان” (ع) ته يې را ولېږلې؛ خو همدا چې د “بلقيس” استازيو د “سليمان” ماڼۍ وليده؛ نو پر خپلو را وړيو ډاليو وشرمېدل .

 حضرت”سليمان” ورته وويل :” ددې پر ځاى ،چې پر څښتن ايمان راوړئ، ډالۍ مو راوړې دي؟ زه دې څيزونو ته اړتيا نه لرم، دا هر څه واخلئ او خپل هېواد ته ستانه شئ . پر څښتن ايمان راوړئ؛ ګنې نو له  لوى لښكر سره به درشم .”

 د “بلقيس” استازيو ،چې هر څه ليدلي او اورېدلي ول، ټكى په ټكى يې”بلقيس” ته وويل .

 ملكې وويل : “زه بې له تسليمدو هيچاره نه لرم؛ نو غوره به وي،چې له څو مشرانو سره د “سليمان” پر لور روان شو.”

 حضرت”جبراييل” راغى او د “بلقيس” د راتګ خبره يې حضرت “سليمان ” ته راووړ.

حضرت “سليمان” هم داچې “بلقيس” ته د څښتن د وركړل شويو نعمتونو ستروالى ور وښيي؛ نو خپلو يارانو او سرتېرو ته يې وويل : “په تاسې كې كوم يو كړاى شئ مخكې تر دې،چې “بلقيس” راشي، تخت يې راته راوړئ .”

 يو پيري وويل :” مخكې تردې ،چې له خپله ځايه پاڅي، تخت يې راوړم .”

 ” آصف برخيا” د حضرت “سليمان” وراره او وزير،چې د كتاب د علم خاوند و او همداسې پر “اسم اعظم” هم پوهېده، وويل :” د سترګو په رپ كې به درته د “بلقيس” تخت راوړم .”

 د سترګو په رپ كې يې د “بلقيس” تخت راووړ او پر ځمكه يې كېښود.  حضرت”سليمان” وويل : “د “بلقيس” تخت زما د تخت ترڅنګ كېږدئ  او د الماسو د اوبو نقش وركړئ ،چې ملكه يې پېژنداى شي كه نه؟

“بلقيس”، چې ماڼۍ ته راننووته؛ نو خپل تخت يې وپېژانده او د تخت پر لور ور روانه شوه؛خو د تخت په شاوخوا كې يې اوبه  وكتلې، پښې يې لوڅې كړې ،چې تېره شي.

 حضرت سليمان (ع) ورته وويل :” دا اوبه نه دي؛ بلكې الماس دي.”

“بلقيس” وويل :” خدايه! ما کلونه کلونه له تا سرغړونه کړې ده، ډېر وخت كېږي ،چې ستا له لورنې لرې وم او پر خپل ځان مې ظلم كړى و،  اوس مې ايمان راووړ او په رښتيا ،چې پر ټولو مهربان يې .”

حضرت”سليمان” څه موده وروسته له “بلقيس” سره واده وكړ او هغه يې تر عمره د “سبا” د سيمې ملكه كړه .

 د حضرت سليمان (ع) حكومت ورځ پر ورځ پراخېده او خلكو ډېر ارام او هوسا ژوند درلود .

 د څښتن دې پېغمبر له دې ټول ځواک، ماڼيو، لښكر او خادمانو سره سره هېڅكله د څښتن له عبادته غافل نشو  او تر هر څه ورته لمونځ ډېر ارزښت درلود. هغه سره له دې ټولو امكاناتو د خپل لاس ګټلې خوړه او هېڅكله يې له “بيت الماله” څه وانه خستل .

 د حضرت “سليمان” د سلطنت پر يوه كال وچ كالي شوه او خلكو ترې وغوښتل ،چې د خداى(ج) درشل ته دعا وكړي .

 “سليمان” (ع) له خپلو يارانو سره له ښاره ووت،چې يو ځاى ته ولاړ شي او له څښتنه باران وغواړي،چې په لار كې يې يو مېږى وليد ،چې  خپل لاسونه يې اسمان ته پورته كړي، وايې :” خدايه! موږ دې هم مخلوقات يو او روزۍ ته دې اړتيا لرو، موږ د “بني آدم” د ګناه له امله مه پوپناه كوه .”

حضرت “سليمان” د مېږي د خبرو په اورېدو خپلو يارانو ته وويل :” بېرته وګرځئ ،چې تنده مو د نورو له امله ماته شوه او پر هغه كال د نورو كالونو په پرتله ډېر باران وورېد.

 حضرت”سليمان” يوه ورځ له خپل لښكر سره د مېږو له ښاره تېرېده ، چې يوه مېږي،چې حضرت سليمان (ع) وليد؛ نو چغې يې كړې :

” ګرانو ميږيانو! ژر ژر خپلو ځالو او سوړو ته ورننوځئ ، چې د انسانو تر پښو لاندې نشئ .”

حضرت”سليمان” د مېږي دې خبرې وخنداوه او  مېږى يې وپوښت : “ولې دې مېږيانو ته وويل : پټ شئ؟”

 مېږي وويل :” زه يې د مال و ځان د ساتلو مسئوول يم او بايد په دې هکله ورته ځواب وركړم .”

 حضرت”سليمان” وويل :” څومره ښکلې خبرې كوې، بيا هم راسره خبرې وكړه.”

 مېږي وويل :” څوك  چې څښتن پر يوه ډله واكمن كړي؛ نو بايدپه مهربانۍ او عدالت ورسره وچلېږي او پر احوال يې ځان پوه كړي . ايا ته يې هره شپه پر احوال ځان پوهوې؟”

 حضرت”سليمان” : “نه!”

 مېږي وويل :” خو زه ،چې د مېږيانو مشر يم، تر اوسه مې لا داسې شپه نه ياديږي،چې سم خوب  مې كړى وي .”

حضرت “سليمان”  :” په رښتيا،چې ته پوه او په خبره پوه مشر يې او بيا يې له مېږي سره خداى پاماني وكړه او له خپل لښكر سره  ولاړ.”

 حضرت “سليمان” به  چې سوبې كولې؛ نو پر دې سربېره،چې د جګړې وسايلو او لښكر ته يې ځانګړى پام و، له اسونو سره يې هم خورا مينه درلوده، تر دې  چې وايي : يوه ورځ حضرت “سليمان” دومره له خپلو اسونو سره بوخت شو ،چې د مازيګر لمونځ ترې قضا شو. په همدې وخت كې څښتن پرښتو ته وويل : لمر راوګرځوئ اوچې راوګرځېد؛ نو “سليمان” (ع) او يارانو يې لمونځ وكړ . بيا “سليمان” (ع) وويل :” د اسونو منډه وهل مې د څښتن د دين د پرمختګ لپارخوښېږي، نه د خپل زړه د خوشحالۍ لپاره.”

حضرت “سليمان” د خپل سلطنت په وروستيو ورځو کې د خپلې ماڼۍ يو ساتندوى ته وويل :” څوك را پرې نه ږدې ،چې دمه كوم” او بيا يې خپله همسا راوخسته او ولاړ.

 د خپلې ماڼۍ په برنډه كې يې همسا تر زنې لاندې کېښووه او له خپلې ماڼۍ بهر يې كتل ،چې ناڅاپه يې وليدل ،چې يو ښكلى ځوان را روان دى،چې را نږدې شو؛”سليمان” (ع) ورته وويل : “څوك يې او د چا په اجازه راغلى يې؟”

 ځوان ورته وويل :  “د څښتن په اجازه ساه اخستو ته دې راغلى يم.”  حضرت”سليمان” ووېرېد او له حضرت “عزراييل” څخه يې د خپلو نيمګړي چارو د پوره كولو لپاره مهلت وغوښت؛ خو  حضرت”عزرائيل” ورسره و نه منله او ان اجازه يې ور نه کړه ،چې كېني او هماغسې ، چې ولاړ و،ساه يې ووته . هماغسې ولاړ و؛ خو چا جرات نه كاوه،چې څوك يې ماڼۍ ته ورننوځي.

څښتن مېږو ته امر وكړ ،چې د حضرت سليمان (ع) همسا وخوري . مېږو، چې د حضرت”سليمان” همسا وخوړه؛ نو پر ځمكه را وغورځېد؛ نو هله خلك پوه شول ،چې  حضرت”سليمان” مړ شوى دى .

 حضرت “سليمان” يې په “بيت المقدس” كې د خپل پلار د قبر تر څنګ ښخ كړ.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!