تبلیغات

ويل کېږي چې ګناهکار تر مړينې وروسته دوزخ ته ځي او هلته تل پاتې کېږي . په دې توګه ګناهکاربه تل په دوزخ کې سوځي. خداى لوراند او لورین دى او ټول ذات يې عشق دى؛عشق د خداى صفت نۀ؛بلکې ذات يې دى او عشق د چا کړخت او عذاب نشي زغملاى. خداى غواړي چې […]

ويل کېږي چې ګناهکار تر مړينې وروسته دوزخ ته ځي او هلته تل پاتې کېږي . په دې توګه ګناهکاربه تل په دوزخ کې سوځي.

خداى لوراند او لورین دى او ټول ذات يې عشق دى؛عشق د خداى صفت نۀ؛بلکې ذات يې دى او عشق د چا کړخت او عذاب نشي زغملاى. خداى غواړي چې موږ هر يو د کمال لوړو مرتبو ته ورسېږو؛ سپېڅلتيا، نېکي او پاکوالى را کې ډېر شي . که اور دى؛ نو ‏پاکوالي او سپېڅلتيا ته به مو ‏ وي او روح چې سپېڅلې کړاى شي؛ نو په اور کې نور نشي سوځېدلاى . دوزخ د((اختري نړۍ)) يوه برخه ده او ښايي،چې ځېنې روحونه د ناوړه کړو وړو له امله هلته پاتې شي،څو پاک او سوتره شي. په ياد مو وي چې د ((اختري نړۍ)) دا پړاو تلپاتې نه دى؛بلکې د کمال پر لور د اروا سفر تل د تګ په حال کې وي،څو بشپړ ‏پاکوالي او کمال ته ورسي او له خداى سره يو ځاى شي.

دا پړاو څنګه ترسره کېږي؟

اروا له خپلو تېروکړو وړو سره مخ کېږي . ټولې خطاګانې يې چې پر ځمکه د تېروتنې او يا هم په باخبرۍ او پوهې کې ترسره کړي، ورته مخې ته را‌ښـکاره کېږي . چې له خپل تېرحالت سره مخ شي؛نو غبرګون ښيي او پوهېږي، چې ژوند يې ارماني ژوند نه و. په دې به پوه شي، چې وجود يې له دوو برخو جوړ شوى،چې يوه برخه يې سپېڅلې او الهي ده او بله يې ناوړه ‏ده او په دې دواړوکې عجيبه غوندې توپير احساسوي؛ دا توپير يې د سخت عذاب او پښېمانۍ لامل ګرځي.

دوزخ؛ په اصل کې داسې ځاى دى، چې موږ د خپلو ناوړو کړو وړو پر اغېز او اهميت پوهېږو او دا په موږ کې يو دنننې عذاب، کړخت او پښېماني را منځ ته کوي چې ورته “دوزخي عذاب” ويل کېږي . څوک هم موږ په زوره د اور سرو لمبو ته نه غورځوي .د دوزخ ټول کړختونه، عذابونه او د اور لمبې، د سړي روحي کړخت راښيي او دا هغه وخت منځ ته راځي،چې انسان پر خپلو تېروتنو او بديو پوه شي . پر دې ټکي ځان پوهول پکار دي، چې دوزخ او جنت د آګاهۍ او پوهې مرتبې دي او په ((اختري نړۍ)) کې هغه ټول خلک راټولېږي، چې يو ډول ګروهه، چلن او ګډې څپې او فرکانس لري‏ او دوزخ او جنت جوړوي.

په دوزخ کې اروا چاڼېږي؛ لکه څنګه چې سره زر په اورکې اچول کېږي چې ناخالصي ترې بېله شي؛ نو اروا په لومړي پړاو کې بشپړې ‏پاکۍ ته نه رسي؛بلکې څوک چې زغم لري، پاکېږي او دا د ټولو هغو ناوړو کړنو چاڼول دي، چې پر ځمکه يې تر سره کړي دي .

لکه چې و مو ويل : دوزخ يو ځانګړى ځاى نه؛ بلکې د آګاهۍ او پوهې يو ډول مرتبه او پړاو دى؛ هغوی ‏چې دا شان آګاهي لري، په ګډه راټولېږي او دوزخ داسې خلکو ته يو ډول روحياتي او رواني ځاى شمېرل کېږي، هغوى چې کېنه کښ وي ،شهوت، ناوړه او نه تر سره شوې غوښتنې لري، ټول په يو ځاى کې را ټولېږي او په دې توګه دوزخ جوړوي.

انسان چې په پټه ګناه کوي او څوک يې نه ويني؛ نو خوند ترې اخلي؛خو دا چې له مجبوريته له هغو وګړيو سره يو ځاى شي،چې همدغه ګناه کوي او دې هم بيا همدغه ګناه وکړي؛ نو ډېره کرکه به يې راوپارېږي او چې پوه شي د ګناه کولو مخه یې نشي نيولاى‏ او پخپله يې هم په کافي اندازه د ګناه په مخنيوي کې هڅه وکړه؛ نو د زړه له کومي چغې وهې چې:

” زه په پښېمانۍ او کړخت کې يم؛ نور پر دې ګناه اخته کېدل نه غواړم؛نو ‏ څوک شته چې ومې ژغوري.”

پر دې مهال په (( اخترى نړۍ)) کې مېشت د ژغورنې ټولي يې ځواب وايي: د ژغورنې ټولي؛ هغه ارواح دي،چې پر ځمکه يې د ګناهانو او تېروتنو پر وړاندې ځان ټينګ کړى وي او پښې يې نه دي ښوى شوي ، اوس ددې اروا لاسنيوي ته راځي او له دوزخه يې جنت ته سيخوي.

که يو روح پر ځمکه خپلې غوښتنې او پر ګناهونو ککړې غوښتنى کابو کړې وي؛ نو لازمه نه ده چې دوزخ ته ننوځي او يا هم په دوزخ کې پاتې کېدل به يې لنډې مودې ته وي؛ نو پر ځمکه بايد سپېڅلې او پاک ژوند وکړو او له ځانمنۍ ځان وژغورو؛ راځئ ټولو ته د مينې او خلوص پېرزوينې وړاندې کړو. له ټولو موجوداتو او ساکښو سره په نيکۍ چلن وکړو،که داسې مو وکړل؛ نو لازمه نه ده چې دوزخ ته ولاړ شو.

کوم کارونه مو چې د ورځې کړي، د شپې پرې غور او فکر وکړو؛ دا کار به راسره د غوره ژوند په کولو کې مرسته وکړي، کېداى شي چې دا عمل په پيل کې لږ څه ګران وي؛خو ژر به ورسره عادت شو. د غور او فکر پر مهال له ناوړو ترسره شويو کارونو توبه وکړو. په دې ډول ‏به پر موږ د دوزخ پورونه نه پېټى کېږي؛ که نن مو له يو کار توبه وکړه؛ نو نه ښايي چې پر سبا يي بيا وکړو او که داسې مو وکړل؛ نو په دوزخ کې به مو د ريا کارو انسانانو په ډله کې ځاى نيولى وي. هېر مو نشي، چې دوزخ د روحاني شفا يو پړاو دى .‏ اروا مو په ځمکني ژوند او له مادې نړۍ سره په معاشرت کې ډېر ټپونه اخېستي دي.چې کله په ګناه ککړې غوښتنې او يا هم ناوړه انګېزې ته غاړه کېږدو؛ نو خپل روح ټپي کوو؛ دا ټپونه بايد درمل شي او د درمل دا پړاو په دوزخ کې ترسره کېږي . هغه کسان چې پر سمه لار روان وي او د خداى مينه يې په زړه کې وي او له وېرې يې ژوند کوي، د زړه له کومې د نورو لاسنيوى کوي؛ دا څېر کسان چې له فيزيکي بدنه ووځي؛ نو دوزخ ته نه ځي .

تر دې تګه مخکې بايد چمتو اوسو او له ټولو تېروتنو، ناوړه کړو وړو او کمزروتياوو ځان پاک کړو.که ‏دلته مو خپلې ناوړه غوښتنې درمل کړې؛ نو دوزخ ته د تلو اړتيا نشته؛ ځکه چې دوزخ زموږ د دننني ټپونو د رغېدو لپاره دى او که دا ټپونه و نه لرو؛ نو دوزخ ته تګ هم نشته.

جنت څه دى ؟ که دوزخ د اروا روغتون وي؛ نو جنت د څه لپاره دى؟

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست