تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د زړښت پېر يا په پنځون كې بل مخ اوړېدل او سرچپه كېدل وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿یس/۶۸﴾ = او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو په پنځون (او سلوک) کې يې اولټه کړو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ورستنوو) ولې اندنه نه کوي؟! په دې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 د زړښت پېر يا په پنځون كې بل مخ اوړېدل او سرچپه كېدل

وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿یس/۶۸﴾ = او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو په پنځون (او سلوک) کې يې اولټه کړو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ورستنوو) ولې اندنه نه کوي؟!

په دې آيت كې له بل مخ اوړېدو مطلب، د كوچنيتوب حالت ته د انسان پوره ورستنېدنه ده. په رښتيا ډېرې دردناكې ورځې رارسي، چې سخت خپګان یي په زحمت انځورولاى شو.

قرآن مجيد د حج سورت په (5) آيت كې وايي: ((او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند خورا ناوړه پړاو او زړښت ته رسي، داسې چې له پوهې روسته پر څه نه پوهېږي))

په ځينو رواياتو كې اويا كلنو او په ځينو كې نوي كلونو ته پر ځمكه د الله  بنديان ويل شوي دي.

په هر حال، د ((أَفَلَا يَعْقِلُونَ)) غونډله انسانانو ته ګواښنه كوي، وايي: که دا شته ځواك رعایتي او امانتي درسره نه واى، په دې اسانۍ در څخه نه اخستل كېده. پوه شئ، چې د بل چا د ځواک لاس درباندې دى.

همدغسې د ځوانۍ او نشاط د پېر پر قدر پوه شئ، چې د بېوسۍ او زړښت پر مهال، څه كار مو له وسې پوره نه دى.

د پېغمبراکرم (ص) په يو روايت كې لولو: (( پينځه څيزونه مخكې له پينځو څيزونو غنيمت وګڼه: تر زړښت وړاندې ځواني، تر رنځ وړاندې روغتيا، تر نېستۍ وړاندې مړه خواتوب، تر كړاو وړاندې سوكالي او تر مرګ مخكې ژوند)). ( نمونه، ۱۸/ ۴۳۵  مخ )

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!