تبلیغات

معاد معاد د هر انسان په عقل او فطرت کې ځانګرى ځاى لري؛ځکه څوک به وي،چې ونه پوښتي او يا ځان نه پوهول غواړي،چې د انسان او هستۍ راتلونکې به څه وي ؟زموږ د عمر او کوښښونو پاى به څه وي ؟ د ژوند پايله او موخه څه ده ؟ دې پوښتنو ته دوه ځوابه […]

معاد

معاد د هر انسان په عقل او فطرت کې ځانګرى ځاى لري؛ځکه څوک به وي،چې ونه پوښتي او يا ځان نه پوهول غواړي،چې د انسان او هستۍ راتلونکې به څه وي ؟زموږ د عمر او کوښښونو پاى به څه وي ؟ د ژوند پايله او موخه څه ده ؟

دې پوښتنو ته دوه ځوابه لرو :

الف: ټول الهي اديان د هستۍ،انسان او د کوښښونو او هلو ځلو راتلونکى او پايله ډېره روښانه ګڼي . قرآن شريف وايي :

وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى(نجم/۴۲)= او داچې (د كار) پاى يوازې ستا د پالونكي پر لوري ده.(۱)

ب: توکيز ښوونځي د انسان او هستۍ راتلونکې تپه تياره،فنا او نيستي ګڼي،چې دا ډېر خطرناک او نهيلوونکې کتنه ده. قرآن شريف وايي:

وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ (جاثيه/۲۴)= او وايي: (( ژوند همدغه دنيوي ژوند دى چې همدلته مړه كېږو او ژوندي كېږو او دا (طبيعت ، روزګار او) زمانه ده،چې موږ هلاكوي.)) هغوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛(بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي.(۲)

د معاد فطري جرړې

که له معاده نمښتي-منکرين مرګ له منځه تلل بلي؛نو د مړي درناوى؛ يعنې د هېڅ درناوى او ولې د هېڅ او له منځه تللي لپاره قبر جوړوي ؟ هو! دا هر څه ښيي،چې د معاد مخالفين (که څه لږ) هم د اروا پر بقا، انسانيت او انساني شخصيت ايمان لري،چې له منځه نه ځي .

 سرچينو ته سمه لار‌ښوونه

هر احساس،چې د انسان په بدن کې دى ،دوه ډوله يې ځوابولاى شو :

١_لنډمهاله،کاذب او موهوم ځواب .٢_مستدلل،تلپاتې او صادق ځواب .

د مثال په توګه : يو انسان،چې تږى شي؛نو هم يې رڼو اوبو ته مخه کولاى شو او هم يې سرابونو ته .

حضرت علي وايي: حضرت محمد (ص) راغى،چې د خلکو مخه د بوتانو له بندګې د خداى بندګۍ ته کړي او د خلق له لاروۍ يې د خالق لاروۍ ته مخه کړي .(٣)

خداى وايي :

١_ انسان بې ځايه نه دى پيدا شوى. ((أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا)) (٤)

٢_د انسان په پيدايښت کې ستره موخه ده او هغه هم په ټولو لارو د حق د لارې ټاکنه ده ‏ او په ټولو بندګيو کې د خداى بندګي ده؛((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ(الذاريات/۵۶)= او ما پېريان او انسانان يوازې ددې لپاره پيدا كړي،چې عبادت مې وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او راته رانژدې شي). (٥)

٣_داچې انسان خپلې موخې ته د رسېدو لپاره بريالى شي؛نو خداى ټول طبيعي امکانات د هغه په واک کې کړي دي؛(( سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ))(٦)

٤_هغه ته مو زېرى ورکړى،چې پوټى ښه کار به دې په ښه راشي او وېرولى مو هم دى،چې د پوټۍ ګناه حساب به هم درسره کوو .

(( فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ . وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (الزلزالة/ ۷، ۸) =نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي و به يې ګوري او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي وبه يې ګوري.(۷)

٥_انسان د خپلو کړنو ګرو دى((كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ(مدثر/۳۸)= هر څوك د خپلو كړنو ګرو دى.)) (٨).

٦_ ان د انسان له سترګو،غوږونو،زړه،ويل شويو،اورېدل شويو سره به حساب کتاب کېږي((إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا)) (٩) .

٧_خداى د چا له ښو سترګې نه پټوي(( إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)) (١٠).

په راتلونکيو مخونو کې که خداى غوښتل؛نوددې هرې پوښتنې استدلال به هم راوړو .

د معاد د جوتولو لارې

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست