تبلیغات

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص[1] ( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : باب قتال ابي جهل ) په خپل سند له حضرت علي بن ابيطالب […]

د بدر د جګړې پر ورځ حضرت جبراييل وويل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على

د رستم د مړنتوب خبرې هېڅ شوې
ذوالفقار چې يې ياد شوى په قصص[1]

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : باب قتال ابي جهل ) په خپل سند له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي چې وايي :ړومبى تن يم،چې د قيامت پر ورځ به د لوراند څښتن پر وړاندې عدالت غوښتنې ته ګونډه ووهم . قيس بن عباد وايي : د (هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ) آيت هم د حضرت علي په اړه نازل شوى او د بدر د ورځې يو جنګيالى هغه، بل يې حضرت حمزه،حضرت عبيدة بن حارث ، عتبه، شيبه او وليد د عتبه زوى و .

( سنن بيهقي: درېم ټوک،٢٧٦ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې وايي : د بدر پر ورځ عتبه، ورور يې شيبه او زوى يې وليد د دښمن له لښکره راووت او مقابلې ته يې انډول وغوښت؛نو د اسلام له لښـکره يو ځوان راووت، مشرکانو وويل : موږ دا نه غواړو . ورته ووايه،چې زموږ خپل تربوران راشي، موږ غواړو د عبدالمطلب له پرګې سره وجنګېږو . رسول اکرم (ص) خپل تره ته وويل : حمزه ! عبيده ! علي پاڅى! بيا حمزه له عتبه،عبيده له شيبه او علي له وليد سره ونښت؛ حمزه عتبه، علي وليد او عبيده شيبه وواژه؛خو شيبه په توره عبيده وواهه او پښه يې ترې غوسه کړه او حمزه او علي يې مرستې ته ورغلل او عبيده تر څه مودې وروسته په صفراء کې ومړ .

سيوطي په درالمنثور کې د ( ص ) د سورت تر (أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ) آيت او همداراز ( حلية: نهم ټوک ،١٤٥ مخ ) په دې اړه راويتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې راغلي : حضرت معاويه بن ابي سفيان د بني کنانه يو سړى وپوښت: د بدر جګړه دې يادېږي؟ ورته يې وويل : هو . حضرت معاويه : هغه مهال د څو کالو وې؟ ورته يې وويل :ځوان وم . حضرت معاويه : څه چې دې يادېږي،راته يې ووايه. ويې ويل : د علي بن ابيطالب جګړه مې يادېږي،چې تر اوسه مې د هغه په څېر ځوان نه و ليدلى،چې د زمري په څېر يې پر دښمن بريد کاوه .

( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په دويمي کې يې ابي رافع له پلار له نيکه روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې، چې حضرت علي د بدر په جګړه کې د کفر بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص) وليدل،چې د مشرکينو يوه ډله په يوه ځاى کې راټوله شوې؛نو حضرت علي ته يې حکم وکړ،چې بريد پرې وکړه او خپاره واره يې کړه . حضرت علي بريد وکړ او په دې بريد کې يې عمرو بن عبدالله وواژه او نور يې خپاره واره کړل . بيا رسول اکرم (ص) وليدل،چې بله ډله په يوه بل ځاى کې ولاړه ده؛نو بيا يې پر حضرت علي غږ وکړه : هغوى وشينده ! حضرت علي بريد وکړ او د بني عامر بن لوئي له ټبره يې شيبه بن مالک وواژه او نور يې خپاره واره کړل . دا مهال حضرت جبراييل، رسول اکرم ته وويل: دا ده د مواسات مانا . رسول اکرم ورته وويل : اخر هغه له ما او زه له هغه ځنې يم. جبراييل وويل : او زه ستاسو د دواړو او ټولو واورېدل : لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على .

دا روايت ( محب طبري؛ رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛ مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( کنزالعمال :درېم ټوک،١٥٤ مخ ) ، ( ذخاير العقبى :٧٤ مخ ) او همداراز ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٧٣ مخ ) هر يو د بدر د جګړې په اړه روايت نقل کړى،چې په وروستي کې يې راغلي : پر هغه شپه رسول اکرم (ص) خپلو يارانو ته وويل : څوک به اوبه راوړي ؟ اصحابو کرامو يې خبره و نه منله او يوازې حضرت علي و، چې د اوبو ژی يې پر اوږه کړ او د بدر څاه ته ورکوز شو،چې ډېر ژور او تياره و . خداى، جبراييل، مکائيل او اسرافيل ته وويل : د محمد او ګوند يې د بري چمتوتيا ونيسئ او دا درې واڼه پرښتې راکوزې شوې او د راکوزېدو پر مهال يې حضرت علي وستايه.

دا روايت ابن شاهين هم نقل کړى . محب طبري هم د ذخاير په ٦٨ مخ کې راوړى او د احمد مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

زمخشري د کشاف او فخر رازي په کبير تفسير کې د انفال د سورت د (فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللّهَ رَمَى؛يعنې ومو نه وژل؛بلکې خداى ووژل او ګوزار مو نه کړل ،چې ګوزار مو کړل؛بلکې خداى ګوزار کړل ) آيت په تفسير کې راوړي، د کفر لښکر،چې راښکاره شو؛نو رسول اکرم (ص) د دعا لپاره لاسونه پورته کړل او و يې ويل : خدايه !دا د قريشو لښکر دى،چې ستا استازى يې دورغجن وګاڼه او اوس په کبر را روان دي؛نو خدايه ! هغه برى راورسوي، چې ژمنه دې راسره کړې وه . جبراييل راغى او و يې ويل : يو موټى خاوره راواخله او پر لور يې وروشينده، لښکر،چې رانږدې شو، پاک نبي(ص)،حضرت علي ته وويل : يو موټى خاورې راکړه . خاورې يې د دښمن پر لور وروشيندلې او و يې ويل : شاهت الوجوه؛ چې په پايله کې يو مشرک هم پاتې نه شو؛خو هغه چې خاورې پرې نه وې لګېدلې،د کفر لښکر ټول ووژل او ځينې يې اسيران کړل . دا روايت سيوطي هم په درالمنثور کې د پورتني آيت په تفسير کې راوړى او په طبراني، ابوالشيخ او ابن مردويه ته يې نسبت ورکړى دى .

 د احد غزا

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت علي د احد پر ورځ شپاړس ټپونه واخستل، چې هر يو يې يوازې کړاى شول،له پښو يې وغورځوي او هر ټپ چې یې اخسته او لوېده ؛نو جبراييل به را پورته کاوه .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة :پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ ) او (متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک٤٠٠ مخ ) روايتونه راوړي،چې حضرت جبرئيل د حضرت علي مواساة وستايل .

( شبلنجي؛ نوروالابصار : ٧٩ مخ ) له حافظ بن محمد بن عبدالعزيز جنابذى د ( معالم العترة النبويه ) په کتاب کې او هغه بې د مسند له یادولو له قيس بن سعد له پلاره روايتوي،چې له حضرت علي يې اورېدلي،چې و يې ويل :د احد پر ورځ مې شپاړس ټپونه واخستل،چې څلورو يې راګوزار کړم،چې يو ښکلى او خوږبويه سړى راغى او زه يې را اوچت کړم او راته يې وويل : ورپسې ولاړ شه،چې د خداى او رسول پر لار يې او دواړه درنه راضي دي . ما کيسه رسول اکرم (ص) ته و کړه . و يې ويل : علي ! خداى دې سترګې روښانه کړه؛ هغه جبراييل و.

( نورالابصار :٧٨ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : د احد پر ورځ طلحه بن ابي طلحة د کفارو بېرغچي مېدان ته راودانګل او غږ يې کړ : د محمد اصحابو ! ګروهن ياست،چې موږ به خداى ستاسې په تورو دوزخ ته او تاسې به زموږ په تورو جنت ته ولېږي؛نو په تاسې کې کوم يو د جنت لېوال دى . حضرت علي بن ابيطالب ورمخې ته شو او ورته يې وويل : پر خداى تر هغه به دې پرې نه ږدم،چې په توره مې دوزخ ته نه يې ورلېږلى؛د تورو ګوزارونه شول، چې حضرت علي په توره پر پښو وواهه او پښې يې ترې غوسې کړې او غوښتل يې و يې وژني؛خو طلحه ورته د خپلوۍ قسم ورکړ،چې مه مې وژنه . علي هم خپل ځاى ته راستون شو. مسلمانانو ورته وويل : ولې دې و نه واژه . ورته يې وويل : قسم يې راکړ،چې و يې نه وژنم؛خو ډاډمن يم،چې ژوندى به پاتې نشي او طلحه هملته ومړ او پېغمبر اکرم يې پر مړينه خورا خوشحال شو . شبلنجي بيا له ابن اسحاق نقلوي،چې وايي : د احد د جګړې سوبمن حضرت علي او زغم یې و.

[1] . ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!