تبلیغات

١٥_ خوږ نبوي بوى : د قصص انبياء(ع) په کتاب کې راغلي : رسول الله (ص) به چې له هر ځایه تېر شو؛نو خلک به د هغه ځاى له بويه پوهېدل ،چې رسول الله (ص) تېر شوى دى او له هر ځايه به چې تېرېده ؛نو د لارې بوټو او کاڼو ورته سجدې کولې. ١٦_ […]

١٥_ خوږ نبوي بوى :

د قصص انبياء(ع) په کتاب کې راغلي : رسول الله (ص) به چې له هر ځایه تېر شو؛نو خلک به د هغه ځاى له بويه پوهېدل ،چې رسول الله (ص) تېر شوى دى او له هر ځايه به چې تېرېده ؛نو د لارې بوټو او کاڼو ورته سجدې کولې.

١٦_ په خوب کې ويښ :

صفار د ((بصائرالدرجات)) په کتاب کې له امام محمد باقر (رح) روايت کړي، چې رسول الله (ص) وويل : په خوب کې زموږ د ټولو پېغمبرانو سترګې پټې وي؛خو زړونه مو ويښ وي او لکه څنګه چې مخې ته ليدلاى شو شا ته څيزونه هم راته ښکاري .

١٧_ د نبوت ټاپه که نبوي معجزه :

قطب راوندي د (( الخرائج والجرائح )) په کتاب کې روايت کړى،چې د رسول الله (ص) له معجزاتو،چې ډېرو روايتونو يې پخلى کړى او مؤمنان او کافر ترې منکر نه دي، دادی سره له دې،چې د رسول الله (ص) پرشا او اوږو ګڼ وېښتان ول؛خو د نبوت ټاپه پکې ښکارېده.

١٨_ رسول الله (ص) سيورى نه درلود:

ابن شهرآشوب په مناقب کتاب کې ويلي : د رسول الله (ص) سيورى به پر ځمکه نه غورځېده او سيورى يې نه درلود.

١٩_ کليني په خپل سند د کافي په کتاب کې روايت کړي،چې على بن محمد نوخلي وايي : له امام رضا (رح) سره ناست وو،چې د غږ ويينه رامنځ ته شوه، امام وويل : امام زين العابدين به چې قرآن لوسته؛نو غږ يې دومره ښکلى و،چې خلک ورته بې سدېدل او که امام خپل په زړه پورې او ښکلى غږ راوباسي؛نو خلک به يې د اورېدو زغم ونه لري .

راوي وايي : امام مې وپوښت : خو چې رسول الله (ص) به خلکو ته جماعت ورکاوه؛نو قرآن يې په لوړ غږ نه وايه؟ امام رضا (رح) ورته وويل : رښتيا خو داده،چې رسول الله (ص) د خلکو د وسې هومره غږ لوړاوه.

٢٠_ د رسول الله(ص) رخسار :

امام حسن وويل : له خپل ماما هند بن ابي هاله مې،چې د رسول الله (ص) له ستایونکیو و، وغوښتل رسول الله (ص) راته توصيف کړي،چې مينه مې ورسره نوره هم زياته شي،ماما مى راسره ومنله و يې ويل: رسول الله (ص) داسې وګړه درلوده،چې د هر چا په نظر کې يې دبدبه او ستروالى درلود،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده،برابره ونه یې درلوده، سر يې غټ او وېښتان يې بڼل شوي ول، که وېښتان يې نه واړه کول؛نو پر ټول سر يې راخپرېدل او چې وېښتان به يې واړه کړل؛نو له اوږو به لاندې نه رارسېدل . څېره يې سپينه او نوراني وه،تندى يې اوږد او پلن و، وريزې يې سره له دى،چې کماني او اوږدې وې؛ خو سره له دې بيا هم يو له بله بېلې ليدل کېدې،د وريزو ترمنځ يې يو رګ و،چې رسول الله (ص) به غوسه شو؛نو پړسېده به،پوزه يې نرۍ او اوږده وه،چې يوه رڼا به ترى راځلېده او ښکارېدل،چې له پوزې پورته يې راځلېږي .

٢١_ د مرغللو په څېر غاښونه او د سپینو زروپه څېر ورمېږ

ږيره يې ډکه وه،اننګى يې راوتلي،خوله يې ستره؛خو مناسبه،غاښونه يې د مرغللو په څېر سپين؛خو يو له بله بېل ول . له سينې تر نامه يې د وېښتانو يوه نرۍ لیکه درلوده،ورمېږ يې د سپينو زروپه څېر ښايسته و، د دوو اوږو ترمنځ يې واټن ډېر و،چهارشانه و،سينې او ګېډې يې ويښتنان نه درلودل .

٢٢— د رسول الله (ص) اندام او پر لار تګ :

سينه او د سينې پاسنۍ برخه يې له وېښتانو ډکه وه. د لاسونو بندونه يې پلن،د لاس ورغوى يې پلن او د پښې تلي يې پلن او کلک وو. پښې او لاسونه يى ښوى او پکې غوټې نه وې،هډوکي يې قلمي او د پښو او لاسونو د تلي د ورغويو ژوروالى يې له معموله ډېر و،پوندې يې پستې وې،د تګ پر مهال يې پښې په ځان پسې نه راښکودې،ګامونه يې پر وقار اوچتول او هر اړخ ته يې،چې کتل نو ټول ورګرځېده.

٢٣—د رسول الله (ص) کتنه :

د رسول الله (ص) ‏سترګې تل لاندې وې،ډېر يې ځمکى ته کتل، هېڅ چاته ته نه ځيرېده؛بلکې هر چاته يې يوه لنډه کتنه درلوده او له چا سره به چې مخامخ شو؛نو لومړى يې پرې سلام اچاوه.

٢٤_ د رسول الله (ص) د خبرو دود

امام حسن وويل : د رسول الله (ص) د خبرو طريقه راته ووايه! هند وويل : رسول الله (ص) تل په خپګان او فکر کې و،يوې شېبې ته يې هم هوسايي نه درلوده،تل غلى و او يوازې د اړتيا پر مهال ګړېده او چې خبرې يې کولې؛نو په کلاره کلاره يې کولې،خبرې يې لنډې؛خو بشپړې وې،بېځايه يې خپله خبره نه اوږدوله او هرڅوک يې په لنډه پوهول،نرم اخلاق يې درلودل،پر چا يې ظلم نه کاوه،هېڅ څوک يې له ځانه ټيټ او کوچنى نه شمېره،نعمت به چې څومره هم ناڅيزه و؛خو د هغه په نظر کې به ستر و،په هېڅ نعمت پسې يې بدرد نه ويل؛نه يوازې په خوړو کې يې هېڅ خبرې نه راايستې؛بلکې هر ډول خواړه به چې ورته کېښوول شول،ستایل يې .

٢٥_ د رسول الله (ص) غوسه اوخوشحالي :

هېڅکله دنيا اوسختيو يې نه غوسه کاوه؛خو چې د چا حق به ولتاړل شو؛نو دومره به غوسه شو؛چې چا نه پېژانده او له حقه په دفاع کې يې له هېڅ چا وېره نه درلوده‏،چې چا ته يې اشاره کوله ؛نو په ټول لاس يې کوله، چې يو څيز به حيران کړ؛نو لاسونه يې اړول رااړول او د خبرو پر مهال يې دواړه لاسونه سره ورکړي ول او د کيڼ لاس د ابهام ګوته يې پر ښي لاس وهله،چې غوسه به و؛نو مخ يې اړواه او په خوشحالۍ کې يې سترګې بندولې.‏ خندا يې موسکا وه او د موسکا پر مهال يې غاښونه د ږلۍ د دانوپه څېر راښکارېدل .

٢٦_ د رسول الله (ص) دنننى حالت :

امام حسن وويل : دا خبره مې څه وخت له خپل ورور حسين نه پټه کړې وه؛خو چې دا خبره مې ورته وکړه،پوه شوم،چې تر ما ډېر له دې خبرې خبر دى؛و مې پوښت :دا هر څه دې له چا اورېدلي دي؟ و يې ویل : د رسول الله (ص) په باب مې خپل پلار؛ علي بن ابيطالب وپوښت او هغه هم راته هر څه وويل : امام حسين وويل : د رسول الله (ص) د دننني حالت په باب مې خپل پلار وپوښت، و يې ويل : رسول الله (ص) پر خپل واک خپل کور ته تله او په کور کې يې خپل وخت پر درې برخو ويشلى و،يوه برخه يې عبادت ته، بله يې کوروالو ته او بله برخه يې ځانته ځانګړې کړې وه او هغه وخت يې چې ځان ته ځانګړى کړى و؛پکې يې خپلو يارانو ته لارښوونې کولې،د خلکو ستونزې يې پکې هوارولې او دا وخت يې،چې ځانته ځانګړى کړى و،بيخي يې پکې خپل کارونه نه کول؛بلکې د خلکو کارونو يې پکې کول .

 ٢٧_ له علم والو سره چلن :

د رسول الله (ص) يوه ځانګړنه دا وه،چې تل د فاضلو او پوهانو کتو ته چمتو و او د هر چا يې د علم هومره درناوى کاوه،ورته يې ويل : نيمګړتياوې مو سمې کړئ، د امت په باب يې پوښتل او د مهمو مطالبو په باب يې ورته خبرې کولې و يې ویل :په کار ده،څوک ‏چې په دې غونډه کې دي،هغوى ته زما خبرې ورسوي،چې په دې غونډه کې نه دي او د هغو خلکو اړتيا راته وواست،چې ما ته ځان رارسولاى نشي او غوږونه مو خلاص کړئ،چا چې يو واکمن ته د يو اړمن اړتيا ورسوله؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ ګامونه ټينګ کړي .

٢٨_ له کوره بهر:

امام حسين وويل : پلار مې د رسول اکرم له کوره د بهرچلن په باب وپوښت، و يې ويل: رسول الله (ص) به نااړینو خبرو ته خوله نه راسپړله، تندى يې خلکو ته ورين و او څوک يې له ځانه نه شاړه او نه يې وېرول،د هر ټبر د مشر درناوى يې کاوه او هغه يې د خپل ټبر مشر ټاکه،بې له دې،چې مخ ترې واړوي يا داچې بداخلاقي ورسره وکړي،له بدو خلکو يې ځان ساته . خپلو يارانو ته يې ډاډ ورکاوه او ځان يې په خلکو د نورو له حالاتو خبراوه، نېکچاري يې ستايله او بدچاري ‏يې رټله،په ټولو چارو کې منځلارى ‏و. د حق په چارو کې يې تل لېچې رانغاړلې وې .

٢٩_ د پېغمبراکرم (ص)ملګري :

د رسول الله (ص) د شاوخوا کسان نېکان ول او خورا ګران پرې هغه و، چې تر ټولو زيات د خلکو په فکر کې و او هغه يې په زړه کې ځانګړى مقام درلود،چې تر ټولو زيات د حق ملګرى و.

٣٠_ د رسول الله (ص) ناسته :

     امام حسين وويل :پلار مې د رسول الله (ص) د ناستې په باب وپوښت، و يې ويل : د رسول الله (ص) ناسته پاسته په هغه غونډه کې وه،چې د خداى يادونه پکې وه،په غونډه کې يې ځان ته ځانګړى ځاى نه ټاکه او له دې کاره يې خلک هم ژغورل او يوې غونډې ته به چې ورننووت؛نو هر ځاى به چې تش و؛پر هماغه ځاى کېناسته او خپلو يارانو ته يې هم په دې باب سپارښتنه کوله .

٣١_ د ملګري حق ته پاملرنه :

   رسول الله (ص) د ملګري حق پر ځاى کاوه،تر دې چې څوک ورسره ناست و؛نو داسې يې ننګېرل،چې رسول الله (ص) ته تر ما بله محترمه وګړه نشته، رسول الله (ص)،چې له هر چا سره ناست و؛نو صبر يې کاوه،چې لومړى هغه پاڅي او ورپسې پخپله،څوک چې د کومې اړتيا لپاره ورتله،يا يې اړتيا ورپوره کوله يا داچې د رسول الله (ص) په زړه پورې خبرو قانع کاوه .

٣٢_ د پلار په څېر پېغمبر:

د رسول الله (ص) ُخلق وخوى دومره نرم و،چې هر چا خپل مهربان پلار ګاڼه او ټول خلک ورته يوشان ښکارېدل .

٣٣—د رسول الله (ص) د غونډې ځانګړنې :

   غونډه يې د صبر،حيا،رښتينولۍ او امانت غونډه وه،په غونډه کې يې غږ نه لوړېده،د خلکوحريم يې نه ماتاوه او که چا به څه غلطي وکړه؛نو په بل ځاى کې يې درز نه کاوه،د غونډې ګډونوال پر عدل چلېدل ،يو له بل سره يې چلن د متقيانو چلن و،له يو بل سره متواضع ول، د مشرانو درناوى يې کاوه او پر کوچنيو مهربان و، اړمن يې تر ځان غوره ګڼل او پر بېوزليو ‏يې ډېر پام کاوه.

٣٤_ د ملګرو په باب د رسول الله (ص) سيره :

بيا مې وپوښتل : رسول الله (ص) له خپلو ملګرو سره څنګه و؟ پلار مې راته وويل : تل يې تندى ورين او نرم خویه و. د هغه تندى مې هېڅکله تريو ونه ليده،د خلکو په چاروکې يې خبرې نه راايستې او يوه ورځ يې هم خوله ورانه و نه خوځوله،څوک يې ډېر نه ستایه اوڅه ‏يې،چې خوښ نه وو، پرېښود يې او داسې چلن يې کاوه،چې څوک ترې خپه او نهیلي‏ نشي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست