تبلیغات

  صفات یې عین ذات دی   پاک دی هغه ذات چې به معلول شي د صفاتو بویه چې عاقل او ساتي ځان له خرافاتو   بیا په دې صفاتو کې و بله عینیت دی چرته په حریم دهغه ذات کې غیریت دی   ذات یې عین وجود دی، او وجود عین صفت دی بس […]

 

صفات یې عین ذات دی

 

پاک دی هغه ذات چې به معلول شي د صفاتو

بویه چې عاقل او ساتي ځان له خرافاتو

 

بیا په دې صفاتو کې و بله عینیت دی

چرته په حریم دهغه ذات کې غیریت دی

 

ذات یې عین وجود دی، او وجود عین صفت دی

بس دغه قدرت دی چې ظاهر ترېنه کثرت دی

 

هغه چې د راز نه د تکوین وو بې خبره

اصل د ممکن یې عدمات کړه مقرره

 

اصل د ممکن که وي عدم نو عجیبه ده

بیا نو د خپل اصل د وصلت څه خطره ده؟

 

ولې په انسان د مرګ د وېرې دومره زور دی

ولې خوشحال نه ورځي عدم ته خپل یې کور دی

 

اصل که عدم یې وي، وجود ورله عدم شو

دا چې هر څه وینو، د ماشوم لپاره مم شو

 

ګویا یو فریب مو، د حواسو د ادراک دی

اصل خو فنا یو، خو احساس مو د یو ژواک دی

 

بس نو یو وجود دی چې جاري او هم ساري دی

ضد یې ناممکن دی او عدم اعتباري دی

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!