تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه قرآني زده کړې د مرګ و ژوند چغه وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ ﴿۶۸ زمر﴾ = او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

قرآني زده کړې

د مرګ و ژوند چغه

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ ﴿۶۸ زمر﴾ = او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال بېسدېږي (او مري)، بې له هغوى چې د الله خوښه وي، بياچې بل ځل پکې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه دوى (انسانان حساب او جزا ته) سترګې پر لار ولاړ وي.

د قرآن مجيد په پرېمانه آيتونو كې ((په شپېلۍ كې پو كولو)) موضوع ته اشاره شوې ده. له دې آيتونو ګټنه كېږي، چې دوه ځل په شپېلۍ كې پوكل كېږي؛ يو ځل د نړۍ په پاى كې، چې ټول ژوي مري او دا د مرګ پوكى دى، بل ځل د قيامت په درشل كې، چې ټول مړي راژوندي كېږي او دا د ژوند پوكى دى. د آيتونو له ظاهر سره ښه سازګار دادى، چې په شپېلۍ كې پوكل كنايي اړخ نه لري؛ بلكې په رښتيا په شپېلۍ كې پوكل كېږي؛ خو څرګنده ده، چې دا يوه عادي شپېلۍ نه ده: يوه ستره كړيكه ده، چې ټول اسمان او ځمكه نيسي او د ټولو ژونديو ژویو د مړينې لاملېږي يا ټول په خوځښت راوړي او د ژوند یې لاملېږي. له امام سجاد نه په يو روایت كې لولو: ((شپېلۍ، يو ستر ښكر دى، چې يو سر او دوه لوري لري او د كوزنۍ لوري (چې د ځمكې خوا ته ده) تر پاسنۍ لوري (چې د اسمان خوا ته ده) واټن يې د اوومې ځمكې له تله د اوم اسمان تر څوكې هومره دى او د مخلوقاتو د ارواحو په شمېر سوري پكې دي او خوله يې د اسمان او ځمكې ترمنځ د پراخوالى هومره ده)). په احاديثو كې راغلي، چې د ((اسرافيل)) په نامه د الله  يوه مقربه پرښته په شپېلۍ كې پوكل كوي. له ځينو روايتو ګټنه كېږي، چې اسرافيل د الله  خورا مقربه پرښته او ړومبى پرښته ده، چې آدم ته یې سجده وكړه؛ البته د امام سجاد له روايته ګټنه كېږي، چې اسرافيل د مرګ شپېلۍ پوكوي او روسته پخپله اسرافيل هم مري او د ژوند شپېلۍ پخپله پالوونكى پوكوي. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې د لومړۍ او دويمې شپېلۍ ترمنځ واټن څلوېښت كاله دى؛ خو ايا دا كلونه د نړۍ د عادي كلونو په څېر دي که د قيامت د كلونو او ورځو په څېر دي، چې هر ورځ يې له پينځو سوو زرو كلونو سره انډول  ده؛ نو دا راته سمه څرګنده نه ده. (پيام قرآن، 6: 67 مخ) داچې له لومړي پوكي روسته څه پېښېږي، له علي (ك) په يوه راغلي روايت كې لولو: ((په شپېلۍ كې پوكل كېږي او له بدنه ساوې وځي، ژبې ګونګېږي، لوړ دنګ غرونه او ټينګ ګټونه داسې ميده كېږي، چې له لرې د لړزانو سرابو په څېر معلومېږي او ابادۍ پر وچو ډاګونو اوړي)) (نهج البلاغه، 186 خطبه.) خو په دې تفسير كې، چې دې آيت، په ړومبي پوكلو كې يوه ډله له مرګه استثنا كوي، دوه احتماله نشته: لومړى داچې كه وانګېرل شي، الله  تعالى بې له دې اسمانونو او ځمكه په بل ځاى كې مخلوقات لري؛ نو په اړه يې دا استثنا ګڼلاى شو؛ ځكه آيت وايي، چې په اسمانونو او ځمكې كې ټول كسان مري او د هغو مخلوقاتو په باب خبرې نه كوي، چې شونې ده بې له دې اسمانونو او ځمكې په بل ځاى كې وي. دويم داچې ويلاى شو، مرګ په جسمونو پورې اړوند دى او چې روح له تنې بېل شي، تنه مري؛ خو روح نه مري او ښايي د آيت استثنا د ارواحو په اړه وي. د اهل بيتو ځينې روايات هم دويم احتمال تاييدوي. (الميزان، 17: 293 مخ.)

معجزه د نبوت زباد ته يوه وزله ده

أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿بقره/۱۰۸﴾ = ايا غواړئ له خپل پېغمبره هماغسې (نامعقولې) غوښتنې وكړئ،چې تردې له مخه له موسى شوې وې؟! (او په دې پلمو يې له ايمان راوړو ډډه كوله) څوك چې د ايمان پر ځاى كفر ومني؛ نو په يقين له سمې لارې (عقل او فطرت) بېلارې شوى دى.

قرآن په بې شمېره ځايونو كې دا مطلب څرګند كړى، چې قوم يې له حضرت موسى (ع) داسې غوښتنې كولې، چې لامحال وې يا مصلحت نه وه، چې ترسره شوې واى؛ بلكې د بقرې سورت په 55 آيت كې يې له خولې لولو[ او (دریاد کړئ) چې کله مو وویل: موسی! بیخي ایمان درباندې نه راوړو؛ خو دا چې خدای ښکاره (په خپلو سترګو) ووینو…] او د زخرف سورت په 53 آيت كې د فرعون له خولې راغلي: [که (موسی) رښتیا وايي؛ نو ولې د سرو زرو وښي ورکړل شوي نه دي یا ولې پرښتې ورسره راغلي نه دي] الله  هم د همدې پلمو او بې ځايه غوښتنو له لامله (چې د حق نه منلو لامل يې وه) سخت په عذاب كړل. د قريشو مشركانو او د پېغمبر د زمانې يهودو هم له نبي كريم(ص) دغسې غوښتنې درلودې؛ لكه چې د اسرا (بني اسرائيل) سورت په (90 -93) آيتونو كې يې له خولې لولو:  [او ويې ويل : ((تر هغه به درباندې ايمان رانه وړو،چې له دې (وچې اوسوځنده) ځمكې دې چينه نه وي رابهولې؛ او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې؛ يا لكه څنګه چې ګومان كوې، پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا الله او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو)؛ يا د سرو زرو يو كور ولرې يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختو به (هم) باور و نه كړو، څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې، چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي) )) ووايه :(( پالونكى مې (له دې بې معنا خبرو) پاك دى! ايا (زه) بې له يوه بشري استازي بل څه يم ؟!)) ] واقعيت خو دادى، پېغمبرانو د خپلې ادعا ثبوت ته او داچې د الله استازي دي، د الله  په امر او اجازې او د خپلې زمانې د خلكو د پوهېدنې او شعور هومره، داسې چارې خلكو ته ورښوولې، چې خلک یې له كولو بېوسې ول؛ ځكه دې چارو ته معجزې وايي. دا آيت د اسلام د پېغمبر(ص) ناباندي – مخالفين رټي، چې بې ځايه غوښتنې دې نه كوي،كه نه د موسى (ع) د قوم په څېر به پر الهي عذاب اخته شي. له آره خو معجزه د انبياوو عليهم السلام د نبوت د ثبوت لپاره وه، نه چې وګړي د خپلو ځاني غوښتنو له مخې، چې څه وغواړي، ورته راوړي او د الهي رسالت لمن يې د خلكو په ټوكو او نندارو واوړي[1].

د حضرت ابراهيم (ع) امامت او مشرتوب

وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿بقره/۱۲۴﴾ = او (درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( په رښتینه کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ: ((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې ژمنه نه وررسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) .

د آيت ددې برخې (( چې الله، ابراهيم په ډول ډول وزلو وازمېيه)) په تفسير كې راغلي، مراد هغه ازمېښتونه او سختۍ دي، چې حضرت ابراهيم (ع) پرې وازمېیل شو؛ بلكې د مكې په وچې او شاړې ځمكې كې د خپلې مېرمنې او زوى پرېښوول، د بابل د بوتانو پر ضد پاڅون، د دوی د بوتانو ماتول، په اور كې يې ورغوځېدل د بوتپالو له سيمې مهاجرت او … قرآن په صافات سورت 106 آيت كې د نوموړي يو خورا څرګند ازمېښت (؛يعنې د ګران زوى حضرت اسماعيل (ع) حلالول) بيان كړی دی. مفسرانو ويلي: حضرت ابراهيم (ع) ته د خپل عمر په روستيو كې د دې آيت خطاب وشو او مخكې تردې چې د الله  له لوري «امام» شي، د الله  پېغمبر و او دا راښيي، چې د « امامت» مقام تر « نبوته» اوچت دى، د امام صادق په يوه روايت كې راغلي: «الله  ، ابراهيم (ع) مخكې تردې چې خپل پېغمبر كړي، خپل بنده يې كړ، مخكې تردې چې رسول او استازى يې كړي، په خپله پېغمبرۍ يې وټاكه، مخكې تر دې چې خپل خليل او دوست يې وګڼي، خپل رسول يې كړ او مخكې تردې چې امام يې كړي، خپل خليل يې كړ؛ نو دا ګرد سره مقامونه يې پر برخه شول، ويې ويل: ته مې د خلكو امام كړې، ابراهيم ته دومره دا مقام ستر وبرېښېد، چې ويې ويل: خدايه! او له ځوځاته مې هم امامان وټاكه….» امام هغه دى، چې خلك ورپسې اقتدا كوي او درېږي او خپل مشر يې ګڼي او په وينا او كړنو پسې يې ځي. د پېغمبر دنده خلكو ته د الله  د پيغامونو رسونه او د نېكمرغۍ د لارې ښوول دي؛ خو د امام دنده، د الهي لارښوونو عملي كول دي؛ يعنې امام خپله په الهي ځواك لار ښيي او هغوى چې ښيون او كمال ته د رسېدو لاره چاره لري، مشري يې كوي او د مطلب ځاى ته يې رسوي[2].

 دا آيت د امام د معصومیت یا پاكلمنتوب يو دليل دى؛ ځكه الله  وايي: ظالمانو ته د امامت ژمنه او تړون نه رسي او هر ډول ظلم او تېرى، چې په هر ځاى او د هر چا له خوا وي، لاملېږي، چې د خلكو له امامت او مشرتوبه بې برخې شي[3].

[1] (اخستل شوى له: اطيب البيان، 2 / 145)

[2] ( اخستل شوى له: الميزان، 1 / 262 مخ + نمونه، 1 / 436)

[3] (موضوعي تفسير، 3 / 221)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!