تبلیغات

كله به ځينې تجربه كارې مېرمنې د اسلام له سرتېرو سره مرستې ته له مدينې بهر تلې،اوبه يې راوړې،د سرتېرو جامې يې وينځلې او ټپيان يې پالل او له دې لارې يې د اسلام له سرتېرو سره مرسته كوله . “ام عامر”، چې نوم يې “نسيبه” و، وايي: [د احد په غزا کې] ((د اسلام […]

كله به ځينې تجربه كارې مېرمنې د اسلام له سرتېرو سره مرستې ته له مدينې بهر تلې،اوبه يې راوړې،د سرتېرو جامې يې وينځلې او ټپيان يې پالل او له دې لارې يې د اسلام له سرتېرو سره مرسته كوله .

“ام عامر”، چې نوم يې “نسيبه” و، وايي: [د احد په غزا کې] ((د اسلام سرتېرو ته د اوبو راوړو لپاره تللې وم؛و مې ليدل،چې مسلمانان د بري پر لور روان دي؛خو ډېر وخت لا نه و تېر،چې هر څه سرچپه شول، مسلمانانو ماتې وخوړه او پښې يې سپكې كړې . پېغمبر اکرم په خطر كې شو،خپله دنده مې وبلله، چې تر مرګه د پېغمبر اکرم دفاع وكړم،د اوبو ګوډى مې پر ځمكه كېښووه او توره مې راواخسته او له پېغمبر اکرمه مې د دښمن بريدونه پر شا تمبول .))

بيا “ام عامر” د خپلې اوږې د ټپ په باب وايې:((هغه مهال،چې خلكو دښمن ته شا كړې وه او په تېښته كې وو،پېغمبر اکرم پر يوه غږ وكړ او ويې ويل: “اوس چې تښتې؛نو خپل ډال خو دې پرېږده!” هغه خپل ډال پر ځمكه واچاوه او ما راواخسته، ناڅاپه د “ابن قميه” چغو مې پام راواړو،چې ويل ېې : ((“محمد”(ص) چېرې دى؟)) هغه پېغمبر اکرم وپېژانده او په لوڅه توره يې د پېغمبر اکرم پر لور ورمنډه كړه؛خو ما او “مصعب” د بريدونه مخه يې ونيوه،زه يې پر اوږه ووهلم. سره له دې،چې ما پرې ډېر ګوزارونه کړي وو؛ خو د ګوزار اغېز يې تر يوه كاله پاتې و او داچې هغه دوه “زغرې” اغوستې وې؛ نو زما ګوزارونو پرې اغېز و نه کړ. پېغمبر اکرم،چې زما اوږه وليد، چي وينه ترې روانه ده؛ژر يې زما زوى ته غږ كړ،ويې ويل: “د مور ټپ دې وتړه.” ټپ يې وتاړه او بېرته له پېغمبر اکرمه پر دفاع بوخته شوم . پر همدې مهال متوجه شوم،چې زوى مې هم ټپي شوى دى. هغه ټوټې مې چې د سرتېرو د ټپونو تړولو ته راوړې وي،راوايستې او د خپل زوى ټپ مې پرې وتاړه.دا مهال پېغمبر اکرم په خطر كې و،خپل زوى ته مې وويل: ” پاڅه او پر جګړې بوخت شه!”

پېغمبر اکرم ددې ښځې له مړانې سخت حيران و،د پېغمبر اکرم سترګې، چې د هغې د زوى پر وهونكي ولګېدې؛نو ژر يې “نسيبه” ته وروښود او ورته يې وويل:((د زوى وهونكى دې دا سړى دى!)) دې مېړنۍ ښځې ورمنډه كړه او د خپل زوى وهونكى يې په توره وواهه او راګوزار يې كړ. دا ځل ددې ښځې مړانې پېغمبر اکرم نور هم حيران كړ او د حيرانتيا د زياتوالي له امله خټ خټ په خندا شو او ويې ويل: (( د خپل زوى غچ دې واخست.))

د هماغې ورځې پر سبا پېغمبر اکرم لښكر د “حمراء لاسد” پر لور روان كړ. نسيبې هم غوښتل له لښكر سره ولاړه شي؛خو د زياتو ټپونه له امله ولاړه نه شوه.

چې پېغمبر اکرم له “حمراء لاسد” راستون شو؛نو يو سړى يې پوښتنې ته د نسيبې كور ته ولېږه.پېغمبر اکرم يې،چې له روغتيا خبر شو؛نو خورا خوشحاله شو.

دې ښځې سره له دې، چې دومره زياته سرښندنه کړې وه، له پېغمبر اکرمه يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي خداى يې په جنت كې د پېغمبر اکرم خادمه كړي . ورته يې دعا وكړه او ويې وويل: (( خدايه! په جنت كې يې زما له يارانو ځنې وګرځوې .))

ددې ښځې په دفاع پېغمبر اکرم دومره خوشحاله و،چې په اړه يې وويل: ((لمقام نسيبة بن کعب اليوم خير من فلان و فلان))؛نن راته ددې سرښندونکې مېرمن مقام تر پلاني او پلاني لوړ دى.))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!