تبلیغات

هېڅ نه پاتې کېږي آیینه د سکندر او جام د جم نه پاتې کېږي دا زمونږ ښاغلي څه چې کل عالم نه پاتې کېږي د اجل خزان ته پاتې، ستا پرواز له دې چمنه پلوشې د نمر چې راشي نو شبنم نه پاتې کېږي د سکون له وهمه ذهن، لږ صفا کړه چې خبر شې […]

هېڅ نه پاتې کېږي

آیینه د سکندر او جام د جم نه پاتې کېږي

دا زمونږ ښاغلي څه چې کل عالم نه پاتې کېږي

د اجل خزان ته پاتې، ستا پرواز له دې چمنه

پلوشې د نمر چې راشي نو شبنم نه پاتې کېږي

د سکون له وهمه ذهن، لږ صفا کړه چې خبر شې

دې سفر کې به یوځای هم، هیڅ آدم نه پاتې کېږي

سمېدی نه شي هیچرې د هستۍ د لیلی زلفې

درته چا وې چې شانه بیا یې خم نه پاتې کېږي

بس یوازې نېک عمل دی چې بقا یې مسلم ده

بې د دې نه حقیقت دی، زیات و کم نه پاتې کېږي

دی هجوم د ارمانونو پکې ورک د فنا غم دی

چې له دې هجومه اوځي، بیا څه غم نه پاتې کېږي

په ژوند اومره رحمن وايي چې د مرګ له غمه خلاص شې

بیا چې مړ شې هغه غم دې په هیڅ دم نه پاتې کېږي

 

                                                     امیر حمزه خان شینواری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!