تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ چېرې چې اوسئ، الله درسره دى هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿حدید/۴﴾ = (الله) هغه (ذات) دى،چې اسمانونه او ځمكه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

چېرې چې اوسئ، الله درسره دى

هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنْتُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿حدید/۴﴾ = (الله) هغه (ذات) دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل بيا یې پر عرش استوا وکړه [د قدرت پر تخت كېناست (او د نړۍ په تدبير لګيا شو) ] څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې پکې ورخېژي (؛نو) پردې (ټولو) الله پوهېږي او چېرې،چې وسئ،هغه درسره دى او څه چې كوئ، الله يې ويني.

دا تعبير راښيي، چې الله بې مكان دى او تر زمان او مكان ورهاخوا او په همدې دليل، په هرځاى كې حاضر دى او پر هرڅه راچاپېر دى. (پيام قرآن، 4: 260 مخ.)  دا احساس، چې هغه په هر ځاى كې راسره دى، له يوې خوا انسان ته ستریا او دبدبه وربښي او بلخوا پر ځان يې ډاډمنوي، مړانه او شهامت پكې راولاړوي، چې دا يو ستر روزنيز سبق دى. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: (( د ايمان اوچت پړاو دادى، چې پوه شي چېرې، چې وي، الله ورسره دى)). په بل روایت كې لولو، چې موسى (ع) خداى ته وويل: پالونكيه! چېرې دې ومومم؟ ورته وويل شو: (( موسى! چې څه وخت دې زما اراده وكړه، ماته رارسېدلى يې)) له بندګانو سره د خداى ورسره والى، دومره دقيق او ظريف دى، چې هر انديال او مؤمن انسان يې د خپل اند او ايمان هومره درك كوي اوله ژورو يې خبرېږي. (نمونه، 23: 307 مخ.)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!