تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ (بقره/۲) ژباړه : دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته (او) متقیانو ته لارښود دی .   ښیون – هدايت يعنې د لارې ښوول په داسې ډول چې انسان مقصد ته ورسوي.( كشاف 1/ 35) . لاربه – لارښود، هغه دى چې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ (بقره/۲)

ژباړه : دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته (او) متقیانو ته لارښود دی .

 

ښیون – هدايت يعنې د لارې ښوول په داسې ډول چې انسان مقصد ته ورسوي.( كشاف 1/ 35) . لاربه – لارښود، هغه دى چې د يوې ډلې په مخ كې روان وي او لار ور ښيي.( مجمع البيان ۱ / 65)

خداى تعالى په ډېرو آيتونو (لكه په دې آيت كې) قرآن د ښيون كتاب ښوولى دى. هو، قرآن په رښتيا مازې ښیون دى، هغه ښيون چې هيڅ ډول بدلغامي – بېلارېتوب او بدمرغي ورته سوړه كړاى نشي.(موضوعي تفسير، 1 / 183) نو له نازلولو يې د خداى موخه، د هغې لارې ښوول دي، چې د انسانانو په ابدي نېكمرغۍ پاى ته رسېږي، لكه چې خداى په مائدې سورت كې وايي:

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ (مايده/۱۵) = كتابوالو! زموږ پېغمبر تاسې ته راغلى چې د اسماني كتاب ډېرحقايق، چې تاسې پټ كړي وه، رابرسېره کړي او له ډېرو (چې اوس يې رابرسېروول مصلحت نه دي) درتېرېږي (هو) تاسې ته د خداى له لوري رڼا راغله او(يو) حق برسېروونكى كتاب .

يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (مايده/۱۶) = خداى د هغه (کتاب) په بركت هغو خلكو ته د سلامتيا لارې ښيي، چې په رضا پسې يې ځي او په خپل امر هغوى له تيارو رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي.

دې مطلب ته په پامنيوي،څرګندېږي چې قرآن يو تاريخي، علمي او …. كتاب نه دى، بلكې قرآن چې د پېغمبرانو او تېرو قومونو تاريخ بيانوي او ډول ډول علمي مطالب او… يادوي، نو موخه يې يوازې انسان ته ښيون او د نېكمرغې لار ور ښوول دي.

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!